اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په ګډه د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابله پېل كړې ده پ?? كومه كښې به چې د بېلټ اېڼد روډ انېشي اېټو (بي آر آئي) لاندې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه شوې پېشرفت په ډاګ?? كولې شي۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې يوه غونډه وشوه پ?? كومه كښې چې د ګرد هېواد په كچه د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو پراجېكټس فوټو ګرافۍ مقابلې انتظاماتو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د پ??كستان چائنا انسټي ټيوټ مشر مصطفي سيد په شمول اېګزېکټو ډائرېكټر جنرل / پرنسپل انفارمیشن آفیسر (پی آئی او) محمد عاصم کھچی، ډائرېکټر جنرل اېکسټرنل پبلسټی ونګ محترمه عنبرین جان، ډپټی ډائرېکټر جنرل پی آئی ډی رئیسه عادل او د اطلاعات وزارت او دې سره د اړوندو څانګو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر د فوټو ګرافۍ مقابلې په پېل كولو او د دې وړاندېز په وركولو د پ??کستان چائنه انسټیټیوټ د هڅو ستائن?? كولو سره ووئيل دې سره به د سی پېک او بی آر آئی منصوبې په ډاګه شي او دا به د دوه اړخيزه اړيكو له پياوړتيا كښې مرستياله هم ثابت شي۔ ده پاکستان چائنا انسټیټیوټ ته هرې ممكنه مرستې ب??ور وركړو او د وزارت ټولو اړوندو برخو پی ټی وی، ریډیو پاکستان، اے پی پی، پی آئی ډی، ای پی ونګ، آئی پی ونګ، ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا پبلی کېشنز او نورو ته يۍ هدايت وكړو چې هغه په خپل ملټی میډیا پلېټ فارمزد دې عكسي مقابلې كاميابولو له هره ممكنه مرسته وكړي۔ د پ??کستان چائنه انسټیټیوټ مشر مصطفي سيد غونډې ته د عكسي مقابلې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ټائم لائن لمخې د “انفراسټرکچر اېنډ ډویلپمنټ، پیپلز اېنډ سټوریز او انوائرمنټ?? امپېکټ“ په کیټیګریز د پ??کستان سی پېک او بی آر آئی منصوبو سره اړوند عكسونه تر 7 اكتوبر جمع كېدې شي۔ د مقابلې د ګټونكو اعلان به په 10 اكتوبر كولې شي۔ د انعامونو وېش دستوره به په 12 اكتوبر كولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې پاکستان چائنا انسټی ټیوټ يو غېر سركاري او سياسي تھنک ټېنک دے كوم چې د پ??كستان او چين د اولس ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ د پ??کستان چائنا انسټیټیوټ ایوارډز ګټونكو لپاره به د چين دورې اهتمام هم كولې شي۔
د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په مرسته د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابلې پېل٬ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې د انتظاماتو جاج واخستې شو
Fortune Fish, Shrimp and Crab entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ