اسلام آباد ۔ 30اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حكومت د مزدورانو او د دوئي د كورنيو خېر ښېګړې له لوظي دے۔ د مزدورانو خېر ښېګړې او ددوئي د ژوند معيار ښه كولو له مزدورانو سره د اړوند قانون لا ښه كولو په شمول مو يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا ورځ هر كال د مزدورانو د زيات محنت په ياد كښې لمانځلې شي۔ دا ورځ مونږ ته يوه موقع راكوي چې مونږ د مزدورانو هغه هڅې يادې كړو كومې چې دوئي د خپل هېواد پرمختګ سوكالۍ او خېر ښېګړې لپاره كړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان افرادي قوت د ټولنې مهمه ستن ده۔ او هغه د خپل هېواد بحالۍ او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د نوي او صنعتي معيشت خوب د عزم لرونكي ٬ محنتي او هنرمند افرادي قوت نه غېر ريښتيا كېدې نه شي۔ ده په دې مهال نجي او سركاري څانګه كښې مزدورانو ته د هېواد پرمختګ لپاره په سخت محنت كولو مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د وركرانو خېر ښېګړې له لوظي دے ۔ مزدور لپاره قوانين مستحكم كړې شوي دي۔ دغسې چې د دوئي او ددوئي د كورنيو خېر ښېګړه باوري كولو سره ددوئي د ژوند معيار اوچت كړې شي۔ په دې مهال وزيراعظم ټولو مزدورانو او افرادي قوت ته ددوئي په محنت او جذبه د زړه د كومي نه مباركي وركړه۔
حكومت د مزدورانو او د دوئي د كورنيو خېر ښېګړې له لوظي دے۔ د مزدورانو خېر ښېګړې او ددوئي د ژوند معيار ښه كولو له مزدورانو سره د اړوند قانون لا ښه كولو په شمول مو يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال پېغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ