اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی) پاكستان د هند لخوا مقبوضه جمو كشمير كښې كشميريان د خپلو زمكو څخه د پاسولو غندنه كړې ده ۔د خا??جه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پر??س بريفنګ كښې ووئېل هند مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو محافظ?? او سياسي كاركنانو جائيدادونه سيل كول او ضبط كولو كمپائن كښې بوښت دي۔دې ووئيل روانه اونۍ هندي چارواكو يو ځل بيا د ترهه ګرۍ مخ ن??وي قانون استعمالولو سره د جمو كشمير په پلوامه ضلع كښې ځينې جائيدادونه ضبط كړې دي۔وياندې ووئيل په جائيدادونو قبضه د رائے اختلاف او د بشري حقونو په ضد يو ظالمانه ذريعه ده٬دا طرز عمل او دا ډول وحشيانه هندي اقدامات ختمول پكار دي۔دې ووئيل د كشمير مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو د عملدرآمد په خا??ر اقدامات وكړے شي۔وياندې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئله په منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميريانو وروڼ?? او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي
پاكستان د هند لخوا مقبوضه جمو كشمير كښې كشميريان د خپلو زمكو څخه د پاسولو غندنه وكړه
Phoenix Rebellion Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم