اسلام آباد۔05دسمبر(اے پی پی)د س??نې?? چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي چې پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په اسلامي ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د عراق سفير حامد عباس لفته سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د س??نې?? سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې چارو پشمول په فلسطين كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د س??نې?? چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او عراق ترمينځه اړيكې په شريك مذهب٬ ورورولۍ ٬ كلتور او دوه اړخيزه احترام اډانه دي او مونږ يو ډول اقدار لرؤ۔ پاكستان عراق سره د اوږدې مودې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔د س??نې?? چيئرمېن ووئيل چې عراقې اولس يو مېړنے قام دے كوم چې ثاب?? قدمۍ سره په خپلو مسئلو قابو موندلې۔عراقي سفير حامد عباس لفته ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره د ملګرتيا خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ۔ ده ووئيل اقتصادي او تجارتي رابطو ته به ??ا وده وركول وي۔ ده په عراق كښې د كار كونكې پاكستاني وګړو خذمات وستائل او هغوي ته يۍ د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو باور وركړو۔د عراق سفير د اسلامي نړۍ يو والي لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د س??نې?? سېكرټري محمد قاسم صمد خان هم موج??د وو
د سينيټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د عراق سفير وليدل
Emperor's Favor Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔