اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې 12 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران سيد محسن نقوي، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، خاص مرستيال طارق فاطمي، د وزيراعظم ک??آرډينيټر رانا احسان افضل سره سره د چين سفير جيانګ زائيډونګ او اړوندو چارواكو ګډون كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د چين پلاوې د وزيراعظم د چين دورې نه پس د چين لخوا پاکستان كښې په بې??ا بېلو څانګو كښې مرستې او همكارۍ لپاره د پاكستان په دوره راغلے٬ د چين په دولس كسيز پلاوي كښې لس كسان د بې??ا بېلو وزارت??نو نمائندګان دي۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ خاص مننه كولو سره د چين د پلاوي هركلے وكړو۔ د چين د پوهانو د لوړې كچې پلاوي به پاکستان كښې د چين د سرمايه کارۍ٬ د سي پېك د دوېم پړاٶ پحقله همكارۍ ٬ مرستې او د پاکستان برآمدات ته وده وركولو لپاره خپله رائے وړاندې كوي۔ د چين پلاوې به په پاكستان كښې د بې??ا بېلو وزارتونو، د څانګو پوهانو سره ملاقاتونه كوي او د بې??ا بېلو ځاي??نو به دوره كوي ۔ د چين پلاوې به انفارميشن ټيکنالوجي، زراعت، صن??ت، سرمايه کاري، توان، معدنيات او کان کنۍ، سپيشل اکنامک زونز او د مواصلات په څانګه كښې د مرستې ودې له وړاندېزونه وركوي۔ وزيراعظم پخپلو ابتدائي خبرو كښې پلاوې د پاكستان په بې??ا بېلو څانګو كښې د سرمايه کاري استعداد په اړه خبر كړو۔ د چين پلاوې مشر ووئيل شريكې تكنيكي مرستې سره به پاك چين ستراتېژك اړيكې لا قوي شي٬ دغسې په مثالي مېلمستياﺀ د پاكستان مننه كوٶ۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې پلاوي وليدل
प्रतिष्ठित मुर्गों की लड़ाई सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : quina acumulada