x
راهوالی/ ګوجرانواله۔28دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرون?? وفاقي وزير عطاﺀ ??ار?? وئيلي دي معيشت او سياسي ثبات لپاره مخ په وړاندې روان يؤ٬ د 9 مئي پېښې د هېرو??و نه دي ٬ د 9 مئي په كېسونو كښ?? پرېكړه كښ?? تادي نه ده شوې٬ د 9 مئي پېښې منصوبه جوړونكو او ماسټر مائنډ په ضد هم بايد كېس مخ په وړاندے لاړ شي٬ په رياستي چارو او د نړيوالې كچې پ?? اړيكو كښ?? سياست راوستل نه غواړؤ۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښ?? ده ووئيل سیاسی ثبات لپاره مذاكرات په ښه نيت روان دي٬ د مذاكراتو درېم دور به په 3 جنورۍ كيږي په كوم كښ?? به چې لا پېشرفت وشي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد سياسي استحكام ترلاسه كول دي٬ معيشت مخ په وړاندې روان دے ٬ زمونږ مخالف د پي ټي آئي باني چيئرمېن هم وائي معيشت ښه پلو روان دے۔ ده ووئيل په ګرانۍ كښ?? كمې شوې دې ٬ د سود شرح كښ?? كمي سره د برآمدات او زرمبادله پنګې زياتې شوي دي٬ د روپۍ قدر مستحكم شوے دے۔ ده ووئيل تحریک انصاف په 26 م آئيني ترميم كښ?? خپل كردار ترسره كړو٬ مولانا فضل الرحمن سره هم مذاكرات شوي هغه دا معامله مخ په وړاندې روانه وساتله٬ د هغه په وېنا يو شمېر شقونه بهر كړې شول خو داسې هم نه شي كېدې چې د دې پ?? بنياد د 9 پېښې هېرې كړې شي يا د هغې سودا وكړې شي۔ ده ووئيل چې كومو 85 كسانو ته سزاګانې اورولې شوي دي د هغوي په ضد نه رد كېدونكي ثبوتونه موجود دي۔ وفاقی وزیر ووئيل ډي جي آئي اېس آر تېره ورځ پرېس بريفنګ كښ?? د ترهګرۍ په ضد جنګ او د 9 مئي او 26 مئي پېښو په اړه تفصيلي خبرې وكړې او په غوره ډول يۍ په ټولو چارو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د 9 مئي پېښو كښې پ?? عسكري تنصيباتو بريد كولو كښ?? د ككړو ټرائل په ملټري كورټس كښ?? وشو۔ رائټ ټو فیئر ټرائل كښ?? د وكيل حق سره سره كورنۍ او ريكارډ ته لاس رسي هم وركړې شوه۔ ده ووئيل په ټرائل كښ?? د اپيل دوه حقونه هم وركړې شول ٬ يو په ملټري اتھارټيز كښ?? د اپيل او دويم په هائي كورټ كښ?? د رټ پټيشن دائر كولو۔ ده ووئيل كومو كسانو چې پ?? عسكري تنصيباتو بريدونه نه دي كړې او په نورو پېښو كښ?? ككړ وو د هغوي مقدمې هم په اے ټي سي كښ?? روانې دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښ?? هر ډول عدالتونه موجود دي۔ كه په دفاعي تنصيباتو بريد وكړې شي نو ټرائل به په ملټري كورټ كښ?? وي۔ ده ووئيل د 9 مئې كېسونو پرېكړه كښ?? تادي نه ده شوې٬ دوه كاله كښ?? ددې پرېكړه وشوه۔ ده ووئيل د 9 مئي ټول ملزمان به خپل انجام ته رسولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل رياستي چارو او نړيوالو اړيكو څخه بايد سياست لرے وساتلے شي٬ د سفارتي اقدارو له مخې د رياستونو ترمينځه چارې پ?? آفيشل لېول وي٬ د دغې له مخې چارې مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف بيانيه وه مونږ غلامان نه يؤ٬ بيا يۍ د امر بالمعروف بيانيه جوړه كړه ٬ يوه خبره كول بيا وروستو كېدل د دوئي عادت دے۔ د وزیر آباد ضلعې پ?? اړه د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښ?? وفاقي وزير ووئيل وزیر آباد ته د ضلعې حېثېت وركړے شوے دے ٬ دغلته دې ضلعي دفترونه جوړ كړې شي ٬ دې لپاره دې فنډز بېل كړې شي۔ دغسې ضلعې سره اړوند لوازمات دې بشپړ كړې شي۔
معاشي او سياسي ثبات لپاره مخ په وړاندې روان يؤ٬ د 9 مئي پيښې د هيرولو نه دي ٬ په رياستي چارو او نړيوالو اړيكو كښې سياست راوستل نه غواړؤ: عطاﺀ تارړ
Fighting Cock Integrity Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی