لاهور۔30دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سوداګر د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري ٬ كاروباري فعاليتونو ته ودې وركولو كښې د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری كردار د هېرولو نه دے ٬ د سوداګرو مسئلې حل كولو له به خپل بشپړ كردار ترسره كوم٬ د هېواد پرمختګ لپاره اقتصادي او معاشي ??ستحكام ضروري دے٬ په سېنېټ كښې د معاشي ??حالۍ په زياتو وړاندېزونو كار روان دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری(اېل سي سي آئي) دورې په موقع سوداګرې ورورولۍ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د لاهور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری میاں ابوذر شاد، نائب صدر اېل سی سی آئی ، پخوانے نائب صدر اېل سی سی آئی فېصل ،اېګزېکټو غړي ، مېډم فردوس، سید حسن رضا ،عامر میاں ،عزیر الرحمان چن،علی حسام اصغر،خواجه شاهد اکرم ، ټرېكټر انډسټرۍ څخه عرفان ، آئی ټی سېکټر څخه آصف ملک، فیضان محمود ، د سوداګرې ورورولۍ استازي ٬ خبريالان او ګڼ شمېر عام وګړي موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سوداګر د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ كاروباري فعاليتوننو ته ودې وركولو كښې د اېل سي سي كردار د هېرولو نه دے۔ ده ووئيل د سوداګرو په مسئلو خبره كولو له د سېنېټ فورم حاضر دے٬ دسېنېټ په قائمه كمېټيو كښې د هر يو سياسي ګوند نمائندګي شته٬ د سوداګرو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو قائمه كمټيو ته سپارلې شي۔ یوسف رضا ګیلانی ووئيل هېواد دا مهال معاشي ??تونزو سره مخ دے ٬ د هېواد پرمختګ لپاره اقتصادي او معاشي ??ستحك??م زيات ضروري دے٬ غوره معاشي ??باؤن لپاره د پبلك پرائيوېټ سېكټر اشتراك ګټور دے٬ په سېنېټ كښې د معاشي ??حالۍ په يو شمېر وړاندېزونو كار روان دے۔ ده ووئيل كركيلې ته له پام كولو څخه پرته زمونږ هېواد مخ په وړاندې تللے نه شي?? د كركيلې بهترۍ له به مونږ له عصر ټېكنالوجي كارول وي۔ ده ووئيل د غوښې صنعت ته ودې وركولو سره زرمبادله ترلاسه كېدې شي?? بهرهېوادونو كښې د غوښې طلب زيات دے٬ سعودي عربستان ٬او د چين په شمول نور هېوادونه د دې لويې ماركيټونه دي٬ مونږ د نړيوال معيار له مخې سلاټر هاؤسز جوړولو سره غوښه برآمد كولې شوو۔ ده ووئيل د بزنس كميونټي او پارليمنټ ترمينځه بايد ژور تړون وي٬ سوچ بايد دا وي چې هېواد وي نو مونږ به يوو٬ چې هېواد نه وي نو هېڅ به نه وي۔ ده ووئيل پالېسيو لپاره ميثاق جمهوريت ته اړتيا ده٬ لكه څنګه چې بېنظير بھټو شهيدې او نواز شريف د هېواد پراخه ګټې لپاره د مېثاق جمهوريت بنياد اېښودل ؤ دغسې مونږ له به هم مېثاق جمهوريت كول وي۔ ده ووئيل ټېکس بايد سنګل ډېجټ كړے شي په دې اړه د خزانې وفاقي وز??ر اورنګزیب شپه او ورځ هڅې كوي او هيله ده چې هغه به ډېر زر ټېكس سنګل ډيجټ ته راوړي۔ په دې موقع د سوداګرې ورورولۍ استازو د سېنېټ چيئرمېن له خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ په دې يوسف رضا ګيلاني هغوي ته د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وروستو د لاهور چېمبر آف كامرس صدر میاں ابوذر شاد د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ته شي??ډ وركړو۔
سوداګر د هېواد په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ كاروباري فعاليتونو ته ودې وركولو كښې د اېل سي سي كردار د هېرولو نه دے: سيد يوسف رضا ګيلاني
R88 electronic integrity entertainment platform
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن