اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزدې په 75مه سالګره آسټراليا ??اكستان ته مباركي وركړې. په پاكستان كښې د آسټراليا ??ائي كمشنر نيل هاكنز د 75مې سالګرې مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پاكستان ته دې سالګره مباركه وي، يوازې په 75 كاله تاريخ كښې ډېر د فخر قابل، ډېر د خوشحالې قابل، ستاسو ن??لي تنوع، عظيمه كلتوري ورثه، بې مثاله او ښه ذائقه لرونكي خوراكونه او د قدرتي منظرونو نه ډكه منطقه قابل فخر ده. د خالي په ورځ د كميشن لخوا په جاري كړي خاص پېغام كښې هائي كمشنر ووئيل چې زما لپاره دلته تر ټولو قيمتي ??ثاثه مينه او محبت كوونكې اولس دے كوم چې هر وخت په مسكا السلام عليكم وائي. ده ووئيل چې آسټراليا ??ه هغو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې په كال 1947م كښې پاكستان تسليم كړے. زمونږ د اولسي رابطو تاريخ تر 18مه پېړې غزېدلې كله چې د بلوچستان څخه د اوښانو تجاران زمونږ په هېواد كښې د صحراګانو نه تېرېدو سره د سامان رسنې لپاره ډېر مهم وو. ده ووئيل چې په دې وخت كښې د يو لك نه زيات پاكستانيان آسټراليا ته خپل وطن وائي او دوي زمونږ په بين الثقافتي ټولنه كښې ډېر مهم كردار ترسره كوي.
د پاكستان د آزدې په 75مه سالګره آسټراليا پاكستان ته مباركي وركړه
Baccarat 1 game card honest website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد