اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې وفاقي حکومت د اسلام آباد هائي کورټ (آئي اېچ سي) په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخابات كولو د امر په ضد د انټرا کورټ اپيل دائر كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې حكومت په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخاباتو كولو په پوزېشن كښې نه دے٬ مونږ د كورټ د پرېكړې احترام كوٶ خو د انتخاباتو تابيا ممكن نه وه ځكه چې په دومره لنډ وخت كښې انتظامات نشو كېدې۔ ده ووئيل دا امر ماښام د دفت??ي وخت نه پس جاري شوے دے۔ ده استفسار وكړو چې آيا د انتخاباتو انتظامات څنګه ممكن دي؟۔ ده ووئيل زر پولنګ سټېشن ته امنيت وركولو ته اړتيا ده او پولنګ عمله په سټېشنز تعينات نه ده او تر اوسه پولنګ ستېشنز ته انتخابي مواد نه دي رسولې شوي۔ ده ووئيل ذكر شوې پولنګ سټېشنز ته امنيت وركولو ممكن نه ٶ، ځكه چې يوازې د اسلام آباد پوليس سکيورټي وركولو لپاره كافي نه دے ۔ ده ووئيل حكومت ??ه به امنيت لپاره رېنجرز او اېف سي تعينات كول وي۔ ده په پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) تور لګولو سره ووئيل چې پي ټي آئي د اسلام آباد په بلدياتي ټاكنو كښې د دوه كالو نه زيات تاخير كړے دے۔ د هېواد د مالياتي پوزيشن پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په معاشي محاذ ستونزې شته خو د ديواليه كېدو خطر نشته٬ په غېر ملكي اېجنډا كار كوٶنكې س??اسي جماعت د ډېفالټ ك??دو ډنډورې خپروي۔ ده په پي ټي آئي او عمران خان تور ولګولو چې دوي هېواد دښمنه عناصرو په ګډه هېواد كښې په كورنۍ او بهرنۍ كچ?? خلل اچوي
وفاقي حکومت د بلدياتي انتخابات كولو د امر په ضد د انټرا کورټ اپيل دائر كولو پرېكړه كړې ده۔ داخله وزير رانا ثناء الله
Captain Bounty APP game website
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو