اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي سږ كال به د ګرمۍ په موسم كښې لوډشېډنګ د تېر كال په مقابل كښې كم وي٬په ګوادر كښ?? د ??ياتې برېښنا او د مستقل رسنې زړه مسئله حل كړی شوې ٬ دغس?? د ??يران سره د شوې لوظ نامې له مخې 100 مېګاواټ برېښنا به ګوادر ته ترلاسه شي٬د تهركول پراجېكټ سسټم څخه 2000 مېګاواټ برېښنا د تعطل نه غېر رسنې لپاره ټرانسمې??ن لائن غزولو باندې كار روان دے كوم به چې د ګرمۍ موسم راتللو نه وړاندې بشپړ كړے شي٬مانسهره كښې به د پاكستان تر ټولو لوي 765 كے وي ګرډ سټېشن جوړولے شي چې له امله به ئې داسو او ديامير بهاشا بند څخه پېدا كېدونكې برېښنا د هېواد په سسټم كښې شامله كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔وفاقي وزير ووئيل په ګوادر كښې اوسېدونكو لپاره د زياتې برېښنا او د مستقل رسنې مسئله حل كړی شوې ٬تېر كال جون كښ?? د ??يران سره د 100 مېګاواټ برښنا لوظ نامه شوې وه٬تېره مياشت پاكستان د خپلې خوا د 20 كلوميټر ټرانسمې??ن لائن غزولو كار بشپړ كړو او د ايران لخوا هم دا كار بشپړ كړے شوے٬ ده ووئېل د برېښنا د رسنې حتمي لوظ نامه 2 ورځې وړاندې تهران كښې شوې٬د دې پروژې له مخې به هلته اوسېدونكو ته خوشحالي او روزګار ترلاسه شي۔ده ووئيل د دې لوظ نامې له مخې د ټولې نړۍ څخه سرمايه كار كوم چې په ګوادر كښ?? د ??رېښنا كمي په وجه راغب نه وو اوس به هغوي راشي ۔ده ووئيل د بلوچستان مكران ډويژن كښ?? د ??ون په مياشت كشې په دې ټرانسمې??ن لائن كار پیل كړے شوے كوم چې په رېكارډ موده كښې بشپړ كړے شوے او د كوم به چې د كابينې منظورۍ نه پس پرانسته كولې شي۔ده ووئيل د اپرېل 2022 نه تراوسه 2000 مېګاواټ برېښنا تهركول پراجېكټ څخه په سسټم كښې شامله كړې شوې كومې لپاره جې نوې ټرانسمې??ن لائن جوړېدونكے دے او د توان وزارت او د اېن ټي ډي سي تر ټولو لوي پراجېكټ دے كوم به چې د ګرمۍ موسم راتللو څخه وړاندې بشپړ كړے شي د كوم په سبب به چ?? د ??رېښنا په تعطل كښې خن??ان نه رامخې ته كېږي۔ده ووئيل د داسو او ديامير بهاشا لپاره ټرانسمې??ن لائن غزولې شي كوم لپاره چې په مانسهره كښې د پاكستان تر ټولو لوي د 765 كے وي ګرډ سټېشن جوړولې شي
سږ كال ګرمۍ كښې به لوډشېډنګ كم وي٬ ګوادر له د زياتې برېښنا وركولو مسئله حل كړی شوه۔د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان پرېس كنفرنس
Cocktail Night APP Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری