اسلام آباد۔15دسمبر (اے پی پی) دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئي??ي دي چې پاکستان اؤ امريکا په دوه اړخيزه اړيکو کښې مثبت لوري ته روان دي، پخوا زمونږ همکاري دترهګرۍ په ضد جنګ ډيره محدوده او ځانګړې وه خو اوس مونږ پراخه بنياد لرونكې همكاري په ځايې كوؤ٬ پاکستان ا?? امریکا په ډېرو برخو کښې همکاري کوي، او دا يو ښه علامت دے ٬ مونږ له ډېر سخت معاشي صورت حال ٬ افراط زر او د تېولو بيعو كښې اضافې سره مخ يؤ٬ عمران خان د وخت نه مخكښې د ټاكنو كولو په صورت كښې كاميابي ترلا??ه كولې نه شي۔ د امريكې خپرونې ادارې”پبلک براډکاسټنګ سروس“ سره يوه مركه كښې ده وو??يل د پاكستان ا?? امريكا لپاره دا خبره زياته م همه ده چې مونږ داسې برخې ولټوؤ په كومو چې مونږ د كار په كولو متفق يؤ٬ مونږ په ماحولياتو او روغتيا په ګډه كار كوؤ ٬ مونږ په خاص توګه مېرمنو لپاره كاروباري او اقتصادي موقعې لټوؤ۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له چین سره د پاکستان اړیکو ته اشاره كولو سره وویل چین زمونږ ګاونډی هېواد دے، مونږ ورسره اوږد تاریخ لرو او د اقتصادي برخې په شمول په نورو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه ډېره همكاري ده۔ بلاول بهټو زرداري د پاکستان ا?? امريکا اړيکو ته اشاره كولو سره وو??يل امريکا سره زمونږ تاريخي اړيکې دي چې د 1950 لسيزې څخه راروانې دي او مونږ د تاريخ په اوږدو کښې همكاري كړې ده۔ كله هم چې پاكستان ا?? امريكا په ګډه كار كړې دې مونږ ډېرې كاميابۍ ترلا??ه كړې دي او كله هم چې زمونږ ترمينځه فاصله راغلې ده نو مونږ زيات زيان سره مخ كړې يؤ۔ ده وو??يل امريكا او پاكستان لپاره دا ممكن دي چې دواړه چين ا?? امريكا سره پېوست پاتې شي۔ روسيه سره د اړيكو په اړه ده وو??يل مونږ په كوم رعايتي توان پسې لګېدلې نه يؤ او نه دا ترلا??ه كوؤ خو مونږ سخت مشكل صورتحال٬ افراط زر او د تېلو په بيعو كښې اضافې سره مخ يؤ۔ د روس لخوا چې مونږ ته كوم هم توان ترلا??ه كېږي دې ته وده وركولو كښې به وخت لګي۔ د پاكستان د راروان وخت منظرنامې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې بلاول بھټو زرداري وو??يل عمران خان به په راروانو ټاكنو كښې كاميابي نه شي ترلا??ه كولې ۔ ده وو??يل مونږ هغه د عدم اعتماد تحريك د لارې خپلې چوكۍ څخه اخوا كړے دے۔ ده وو??يل په اولني ځل د جمهوري آ??يني تګلارې د لارې كوم وزيراعظم پارليمنټ څخه اخوا كړے شوے دے۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د نړۍ پام افغانستان ته د ګرځولو وكالت سم دے٬ مونږ له به د تېر وخت تېروتنې بيا نه كول وي۔ ده وو??يل نه يوازې پاكستان بلكې نړيوالې ورورولۍ له به افغانستان سره خبره كول وي۔ ده وو??يل د مېرمنو د حقونو او د مېرمنو د زده كړو په اړه ده وو??يل زه خيال نه كوم چې په پاكستان كښې مېرمنو ته د زده كړو او په ټولنه په هر كچه يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ ده وو??يل مونږ په دې وياړ لرؤ چې پاكستان ا??لنۍ مسلمانه مېرمن وزيراعظم غوره كړه۔ ده هيله ولرله چې افغان حكومت به د انجونو د زده كړو په بابله خپل لوظونه وپالي۔ ده وو??يل مونږ د دې حقيقت ډاډګيرنه كوؤ چې افغانستان كښې انجونو ته د پرائمري زده كړو اجازه ده او مونږ دغې ورځې ته سترګې په لاره يؤ چې دوئي ته به د ثانوني تعليم اجازه هم وركړې شي۔ ده وو??يل زما ګوند مخكښې هم د جمهوريت پېروي كړې ده او نن هم پاكستان كښې د جمهوريت وكالت كوي او دا پرېكړه په اولس پرېږدي چې هغه خپلې نمائندګۍ له څوك غوره كول غواړي۔
پاكستان او امريكا پراخا بنياد لرونكې همكاري په ځايې كوي٬ عمران خان د وخت نه وړاندې ټاكنو په صورت كښې كاميابېدې نه شي۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د امريكا خپرونې ادارې سره مركه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار