اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په تېر دور كښې هېنډ پمپ لګولو سره تشهير شوې٬ د بالټي، ډبي او د غوړو ډبي شاته پټېدو سره عدالت ته تلونكے ا??لس سره سترګې نشي لګولې٬ وزيراعظم په 15 مياشتو كښې د پرمختيائي منصوبو جال خپور كړې٬ معاشي بدحالي يۍ په م??اشي استحكام كښې بدله كړې، د بھاره کهو بائي پاس منصوبه يو غېر معمولي كار دے ٬ د دې منصوبې په بشپړېدو به د ګلياتو٬ كشمير او مري ا??لس تل وزيراعظم ته دعاګانې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د زيارت په ورځ د بھاره کهو بائي پاس منصوبې پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف، حنيف عباسي، طارق فضل چوهدري او د سي ډي اے چيئرمېن پشمول نور هم موجود وو۔ وفاقي وزيرې ووئيل په كال 2018 كښې مونږ په هېواد كښې د پرمختګ سفر پرېښې ٶ٬ د هېواد معيشت 6.3 فيصده شرح سره ترقي كوله او كله چې مونږ په كال 2022 كښې بيا اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد معاشي بدحالۍ سره م?? ٶ٬ وزيراعظم شهباز شريف شپه او ورځ خواري كولو سره د پاكستان ا??لس ته ريليف وركړې او معاشي بدحالي ئې په م??اشي استحكام بدله كړه۔ دې ووئيل شهباز شريف چې كله د پن??اب وزيراعلی ٶ نو ده په پن??اب كښې د سړكونو جال خپور كړې ٶ٬ روغتونونه ئې جوړ كړي٬ پوهنتونونه ئې جوړ كړي٬ په سوئيلي پن??اب كښې ئې پرمختيائي منصوبې پېل كړې٬ نو ھغه وخت مونږ ووئيل چې داسې لېنډ سكېپ په اسلام آباد كښې ولې نشي كېدې۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم هغه كار كړې چې ټول عمر به د ګليات، کشمير او مري خلق دوي ته دعاګانې كوي۔ دې ووئيل د لس مياشتو په لنډه موده كښې دا منصوبه ترسره شوې ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل كله چې نواز شريف وزيراعظم ٶ نو ھغوي سرينګر هائي وے، اسلام آباد ايکسپريس وے، مري ايکسپريس وے او ايئر پورټ جوړ كړو٬ دغه تسلسل جاري ساتلو سره وزيراعظم شهباز شريف اقتدار ترلاسه كولو سره په وړومبو 15 مياشتو كښې بليو بس٬ اورنج بس او مېټرو بس سروس پېل كړې،نن په اسلام آباد كښې داسې روټ نشته كوم چې پېنډۍ٬ مري او اسلام آباد يو بل سره نه تړي٬ نن تر ايئرپورټ د مېټرو بس د لارې آسان مزل كېږي۔ دې ووئيل د اسلام آباد هر وګړې، هر زده كوٶنكې او هر مزدور سره د مېټرو بس صورت كښې د عزت سورلي موجود ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل په تېر دور كښې هېنډ پمپ لګولو سره تشهير شوې٬ د بالټي، ډبة او د غوړو ډبي شاته پټېدو سره عدالت ته تلونكي ا??لس سره سترګې نشي لګولې٬ دوي په څلورو كالو كښې هېواد معاشي تباهۍ سره م?? كړې ۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په م??رۍ كښې حکومت په پنځلس مياشتو كښې د پرمختيائي منصوبو جال خپور كړې، پاکستان د ديواليه كېدو نه بچ كړې شوې٬ د پاكستان ماس ټرانزټ نظام يا كومه بله پرمختيائي منصوبه٬ دا د پاكستان ا??لس لپاره د وزيراعظم د نيت او خدمت عكاسي كوي
وزيراعظم په 15 مياشتو كښې د پرمختيائي منصوبو جال خپور كړې٬ معاشي بدحالي يۍ په معاشي استحكام كښې بدله كړه۔ مريم اورنګزيب
Tomb Robber Jane’s Lucky Crypt Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج