اسلام آباد۔21 نومبر(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز د نړۍ تر ټولو غوره تھنک ټېنکس كښې شمېرلے شي٬ دا وزارتونو لپاره په تحقيق كښی د مرستې ذمه واري هم ترسره كوي۔ د نهې په ورځ د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر محسن عزیز، سېنټر زرقه سهروردي او نورو سېنېټرانو د پوښتنو په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز زمونږ تھنک ټېنک دے ٬ ډائرېكټر جنرل د دې مشر دے ٬ د دې بېل مركزونه جوړ كړې شوي په كومو كښې چې ایشیا پېسیفک او چائنا شامل دي٬ ده ووئېل دا نه يواځې دا چې سيمينارز كوي بلكې د دې د لارې سكالران او نړيوال پ??ها?? يو بل سره تماس هم نيسي٬ د دې رابطې د نړۍ تھنك ټېنكس سره هم دي٬ دا زمونږ وزارتونو لپاره په ريسرچ كښې هم مرسته كوي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د زرګونو په شمېر تھنك ټېنكس موجود دي په كومو كښې چې د پاكستان انسټیټیوټ آف سټرېټېجک سټډ??ز نمبر 80 م دے۔ خارجه وزير ووئيل انسټیټیوټ آف سټریټیجک سټډیز ته سپارښتنه كولې شي چې هغه دې پارليماني غړي هم س??مينارز ته راوبلي او پاتې تھنك ټېنكس ته به هم په دې اړه سپارښتنې كولې شي۔
انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز د نړۍ تر ټولو غوره تھنک ټېنکس كښې شمېرلے شي٬ دا وزارتونو لپاره په تحقيق كښی د مرستې ذمه واري هم ترسره كوي٬ جليل عباس جېلاني
Electronic PP entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ