اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) ) د اطلاعاتو ، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې د مور د پيو كوم متبادل نشته،د ځينې وجوهاتو په سوب په درآمدی پيو بندېز نه شو لګولې،د مور د پيو كوم متبادل نشته،په دې اړه شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټرې ثم??نه ممتاز زهری لخوا په تحریك بحث راغونډولو سره وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی ووئيل د سائنس او ټیكنالوجی وزارت ذیلی ادارې پی اېس كیو سی اے كار د درآمدی پيو معیار كتل دي،د پيو جوړونكي اداري خپل قواعد او ضوابط لري، په حقیقت كښې په پاكستان كښې د پيو فارمولا زياته نه جوړېږي، مونږ په درآمدی پيو درې كروړه 40 لكهه ډالر خرڅ كوو، 1500 ټنه فارمولا هېواد درآمد كوي،ځينې حالاتو كښې مور دغه پيۍ ے نه شي وركولې،په درې واړو صورتونو كښې ماشوم له د دغه پيو وركولو نه غير بله كومه لاره نشته، د مور د پيو كوم متبادل نشته۔ده ووئيل زمونږ هېواد د پيو پیدا كونكو هېوادونو كښې په څلورم لمبر دې،ټولنه كښې د مور پيو وركولو په اړه خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده۔دې څخه وړاندې په تحریك سینیټر ډاكټر مهر تاج روغانی، سینیټر ډاكټر زرقا سهروردی تیمور، سینیټر فوزیه ارشد او سینیټر علی ظفر هم د خيالاتو څرګندونه وكړه
د مور د پيو كوم متبادل نشته،د ځينې وجوهات له امله په درآمدی پيو بندېز نه شؤ لګولې۔ د نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو خرګندونه
Sushi Dashi Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات