اسلام آباد۔17جنوری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي د چېلنجونو باوجود پاكستان په راروان كال كښې د پوليو ختمولو عزم لري٬ په كال 2024 كښې د پوليو مخيوي كمپائن په مهال همكارانو سره په ګډه هر كوچني ته رسېدل ممكن كول او په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له په بېړني بنيادونو كار كوؤ۔ د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د جا??ان حكومت په پاكستان كښې د پوليو ختمولو له د 3.62 ملین ډالره ګرانټ اعلان كړے ٬ دې سره به 21 ملين څخه زيات وېكسين ترلاسه كړے شي٬ د دې ګرانټ په مرسته به كال 2024 كښې د كېدونكو پوليو كمپائنز د لارې 5 كالو څخه كم عمر لرونكو ماشومانو ته وېكسين وركولې شي٬ ده ووئېل پاكستان د نړۍ په هغه دوو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې تر دې دمه پوليو ختمه شوې نه ده۔ په كال 2023ء كښې په پاكستان كښې د پوليو 6 كېسونه رامخې ته شوي ۔ وفاقی وزیر ووئيل د چېلنجونو باوجود پاكستان په راروان كال كښې د پوليو ختمولو عزم لري٬ په كال 2024 كښې د پوليو مخيوي كمپائن په مهال همكارانو سره په ګډه هر كوچني ته رسېدل ممكن كول او په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له په بېړني بنيادونو كار كوؤ۔ ده ووئيل د جا??ان حكومت په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د پوليو كېسونه ختم كړؤ۔ ده ووئيل مونږ پاكستان څخه د پوليو ختمولو كښې په پرله پسې مرسته كولو د جا??ان حكومت مننه كوؤ۔ په پاكستان كښې د جا??ان چارج ??ي افيئرز آئي اوتاكېشي تېر كال د پوليو وائرس په خپرېدو قابو موندلو له ترلاسه شوې كاميابي ستائلو سره ووئيل زه د انسانيت خذمت لپاره د پولیو ورکرز ا?? د ??انون نافذ کوؤنكو ادار?? د ??څو بشپړ احترام كوم٬ د پوليو ختمولو له د پاكستاني مشرتابه لوظ او عزم په ډاګه دے ٬ ده ووئېل جا??ان د حفاظتي ټيكو زياتولو ا?? د ??وليو ختمولو له د بشپړه مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے كړے۔ د جا??ان حكومت د پوليو ختمولو له كال 1996 څخه پاكستان سره مرسته كوي٬ په دې مهال د جا??ان حكومت د يونيسيف د لارې پاکستان ته 242.16 ملین ډالر د پوليو ختمولو له د مرستې او قرض په توګه وركړي۔ په پاكستان كښې د یونیسیف پولیو چیف میلیسا کورکم ووئيل د تېر كال په مقابل كښې د روان كال په مهال د پوليو كم كېسونه رامخې ته شوي بياهم 6 كېسونه هم زيات دي٬ يعني 6 ماشومان ټول عمري له معذوره شول۔ ده ووئېل نن د جا??ان حكومت او اولس سره په ګډه پوليو څخه د پاكې نړۍ باوري كولو د عزم پخلے كوؤ او تر هغه وخت به يو قدم وروستو نه شوو تر كومې مو چې هر ماشوم ته وېكسين رسول ممكن كړي نه وي
جاپان د پاكستان نه پوليو ختمولو لپاره د 3.62 ملین ډالره ګرانټ اعلان كړے٬ نديم جان
Ninja vs. Narcos Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ