ملتان 18 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي كه هند څه ډول مهم جوئی وكړه نو په زړه پ??رې ځواب به وركولې شي لكه څنګه چې مونږ فروری كښې وركړے ؤ۔ ده ??وئ??ل پاکستان جنګی جنون كښې اخته كيدل نه غواړي۔ مونږ امن خوښې خلق يو او په امن باور لرو۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ سرکټ هاؤس ملتان كښې خبرې كنفرنس كښې وكړه۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ??وئ??ل افغانستان كښې صدر اشرف غنی او عبداللہ عبداللہ ترمينځه د اقتدار شراکت لوظنامه خوشبينه ده۔ افغان امن عمل كښې ځينې ??اقتونه خنډان راولاړوي۔ ده ووئېل خنډانو راولاړونكو كښې يو قوت زمونږ په ګاونډ كښې دے۔ ده ??وئ??ل د افغان ډلو زر تر زره خبرې پيل كول د افغانستان امن لپاره ضروري دي ۔ ده ??وئ??ل طالبانو وئيلي دي مونږ به د لوظنامې پاسداري كوو۔ ده ??وئ??ل افغانستان كښې بايد د بنديوانانو د تبادلې عمل تند كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئ??ل د ګهير شوي پاكستانيان به زر تر زره هيواد ته راستنولې شي۔ خارجه وزارت كښې په بيلو هيوادونو كښې ګهير يو لکهه 10 زره څخه زياتو پاکستانیانو هيواد ته راستنيدو لپاره رجسټریشن کړے۔په هغې كښې ځينې وګړي داسې دي چې ويزې ئې ختمې شوي۔ ده ??وئ??ل په ابتداﺀ كښې مونږ يواځې د اسلام آباد هوائي ميدان ته نړيوال پروازونو له اج??زه وركړې وه۔ صوبو مونږ له د هوائي ميدانونو پرانستلو اج??زه نه وه راكړې۔ ده ووئېل مونږ په منت كولو د هغوي څخه هوائي ميدانونه پرانستلي۔ اوس به لاهور، فیصل آباد او ملتان ته هم پروازونه راځي دغسې کراچۍ ،کوئټه او پيښور هوائي ميدانونه هم پرانستلې شوي۔ ده ??وئ??ل د قواعدو او ضابطو له مخې راتلوونكو ټولو مسافرو له به هيواد ته پ?? راستنيدو به 14 ورځ?? قرنطینه كښې پاتې كيدل وي او ځكه د مسافرو په راستنيدو كښې تاخير شوے۔ ده ??وئ??ل حکومت د كروندګرو ستونزو خخه خبر دے او د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره د سید فخر امام په مشرۍ كښې به كميټي د صورتحال جاج اخلي۔
هند كه څه ډول مهم جوئی وكړه نو ځواب به وركولې شي،شاہ محمودقریشی
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری