اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ منتخب حكومت لپاره يوه لائحه عمل وړاندې كوٶ كوم چې به په يقيني توګه د اولس او قامي ګټو لپاره ګټه وره ثابت شي او كابينې چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاک??تا?? او ترکيه د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز كښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو منظوري وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وزيراعظم د نګران حکومت په مختصر موده كښې د خپلې كابينې او د سول سرونټس د ستړو ستائنه كولو سره د دوي مننه وكړه۔ نګران وزيراعظم ووئيل مونږ د هېواد معيشت د وړاندې نه په بهتر حالت كښې پرېږدو٬ نګران حکومت په مختصر وخت كښې کابينې بهترين کارکردګي ښودلې۔ ده ووئيل نګران حکومت په ټولو پرې??ړو او په پاليسي سازۍ كښې قامي ګټو ته تل وړومبې ترجيح وركړې۔ ده ووئيل مونږ له د پاك??تا?? پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار كول دي۔ وفاقي ??ابينې په بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان څرګندونې كړې۔ د کابينې سېکتر د وفاقي بيورو كرېسي لخوا د وزيراعظم د زيرك قيادت ستائنه كولو سره ووئيل چې هېواد ته په رامخې ته اهم چېلنجونو كښې ستاسو لخوا د هېواد په ګټه مهمې او سختې پرېكړې كړې د كومو به چې ښه نتيجې رامخې شي۔ وفاقي ??ابينې د خزانې وزارتِ په سفارش لبنيٰ فاروق ملك په ډېپوټيشن د ډائرېكټر جنرل په توګه د فنانشل مانيټرنګ يونټ (اېف اېم يو) په موده كښې د 9 جون 2023 څخه تر 8 جون كال 2024 د پراخه كولو منظوري وركړې ده۔ وفاقي ??ابينې د خارجه وزارت په سفارش د چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاک??تا?? او ترکيه د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز كښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو اجازه وركړې ده۔ وفاقي ??ابينې د غذائي تحفظ او تحقيق د قامي وزارت په سفارش د غذائي تحفظ او تحفيق د قامي وزارت، د پاك??تا?? حکومت او د خليفه انټرنيشنل ايوارډ فار ډيټ پام اينډ ايګريکلچر انوويشن، د متحده عرب امارات ترمېنځه د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري وركړه٬ د تفاهم د دې يادښت له مخې وړومبي پاک??تا?? انټرنيشنل ډيټ پام فيسټيول به په ستمبر كال 2024 كښې كېږي چې مقصد ېې په پاك??تا?? كښې د كهجور پېداوار ته وده وركول دي۔ وفاقي ??ابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 13مې او 14مې پرورۍ كال 2024 كښې په غونډو كښې د شوې پرې??ړو توثيق وكړو۔ وفاقي ??ابينې حكومتي ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ په 16مه فرورۍ كال 2024 د شوې غونډې د پرې??ړو او لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د 16مې فرورۍ د په غونډه كښې د شوې پرې??ړو هم توثيق وكړو
د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
Plush Toy Mania Official Entertainment APP
APP33-220224
ISLAMABAD: February 22 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting of the Caretaker Federal Cabinet. APP/MAF/FHA
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش