اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ ن لخوا نومولي شوي وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي نواز شريف د هېواد پرمختګ لپاره ځانګړي خدمات ترسره كړي او د دې پ?? بدل كښې ھغوي سره ډېر ناروا سلوك شوے خو ھغه خپلو كاركن ته د لمسې پ?? ځاے تل د صبر او زغم تلقين كړے، ده ووئېل مونږ به سباون كښې د اتحاديانو په مشاورت وړاندې ځوٶ او ټولې ادارې به د ځان سره روانې ساتو٬ ده ووئېل زمونږ مخالفينو پخپل دوه مخيز معيار هېواد تباه كولو سره دې حالت ته رارسولے، د اسمبلۍ غونډه په نه رابللو د آئين خلاف ورزي شوې۔ د شورو په ورځ په پارلمان كښې د مسلم ليګ (ن) پارلماني پارټۍ ته خپلې وېنا كښې ده د ټولو غړو هركلے وكړو چا چې پخپل قائد نواز شريف د بشپړ اعتماد څرګندونه كړې٬ ده ووئېل په مسلم ليګ ن كښې د شاملو شوو غړو هم مونږ هركلے ك??ٶ۔ په دې موقع ده د محمد ادريس، راجه خرم شهزاد، بيرسټر عقيل ملك، رشيد اکبر نواني، وسيم قادر، رضا حيات حراج، سردار شمشير مزاري او د مياں خان دراني په مسلم ليګ (ن) كښې پ?? شاملېدو مننه وكړه۔ ده ووئيل د دوي شاملېدو سره په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ شمېره 104 ته رسېدلې۔ ده ووئيل نواز شريف وزيراعظم نه دے ٬ د يو ادنٰې كاركن په ح??ث به د هېواد خدمت كوم۔
د اتحاديانو په مشاورت به وړاندې مخ په وړاندې ځوٶ ٬ ټولې ادارې به د ځان سره روانوو۔ د نومولي وزيراعظم شهباز شريف د پارلماني پارټۍ غونډې ته وېنا
Get rich, make money tree official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا