اسلام آباد 29 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي، (نن) د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر انتخاب كېږي٬ په سوله ايز ډول اقتدار منتقل كېږي، مونږ دا لوظ كړے ؤ چې ??ا هېواد په كوم حالت كښې ٶ د ه??ې نه به په بهتر حالت كښې ټاكلې حكومت ته وركوٶ، نګران حکومت خپل كار پورا كړو ٬ د الېكشن مالي او انتظامي ضرورتونه ترسره كړے شوي٬ اوس زمونږ ترجيح معاشي استحكام دے۔ د زيارت په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل زمونږ د آئين په ديباچه كښې ليك دي چې ??ا هېواد به د دې هېواد ټاكلي نمائندګان چلوي، نن دا لوظ پورا شو٬ ټولو ټاكلو غړو سوګند پورته كړے٬ سبا به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنې كېږي او د مارچ په څلورمه نيټه به نوے ټاكلے كېدونكے وزيراعظم سوګند پورته كوي٬ ده ووئېل د نګران حكومت 200 ورځې وشوې۔ د يوې پو??تن?? په ځواب ده ووئيل د 1977 په انتخابات هم اعتراضات شوي وو ٬ د ه??ه وخت مخالفې ډلې وئيلي وو چې مونږ انتخابات نه منو٬ وروستو د قامي اتحاد مشرانو تسليم كړه چې ??رغلي نه وه شوې۔ د يوې پو??تن?? په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي چيټۍ سره به د آئي اېم اېف پراسېس نه اودرېږي٬ آئي اېم اېف به دغسې يوې چيټۍ ځواب هم ??رن?? كري او نه به د دې په نتيجه كښې آئي اېم اېف سره چارې اودرېږي۔ د يوې پو??تن?? په ځواب كښې ده ووئېل كه په قانوني توګه چا ته چوكۍ ترلاسه كېدې شي نو وركول ??كار دي، اولس چې څوك وټاكي ھغوي دې د اولس ترجماني وكړي۔
نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي٬ په سوله ايز ډول اقتدار وركړے كېږي۔ مرتضيٰ سولنګي
Daring Money Heist Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada