د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي دوره ٬ د ايم ډي محمد عاصم کھچی لخوا د اے پي پي نيټ ورك په اړه بريفنګ
टीपी कार्ड गेम विश्वसनीयता सट्टेबाजी लिंक
APP05-210624
ISLAMABAD: June 21 Khyber Pakhtunkhwa Governor, Faisal Karim Kundi meets with Managing Director Associated Press of Pakistan (APP), Muhammad Asim Khichi during his visit to APP Headquarters. APP/SAK/MAF/ABB
اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كن??ي د جمعې په ورځ د قومي خبر رسنې ادارې اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) دوره و كړه٬ اے پي پي هېډ كوارټر ته په رارسېدو اېم ډي محمد عاصم ک??چی ، د ادارې افسرانو ،ورکرز او د اے پي پي يونين مشرانو ګورنر ته تود هركلے ووے۔ وروستو ګورنر سره د ملاقات په مهال د اے پي پي اېم ډي ګورنر ته د اے پي پي نېټ ورك ٬ نيوز سروسز او نورو اړوندو چارو په اړه بشپړ بريفنګ وركولو سره ووئيل اے پی پی اردو، انګليسي ٬ سندھی، بلوچی ، پښتو ، عربی ، ??را??یکی او د چائنیز په شمول ??ېلو ژبو ښې خبرونه او فيچرز قومي ٬ سيمه ايزو او نړيوالو ورځپاڼو ته وركوي۔ دې سره سره د وېډیوز او ډیجیټل سروس د لار خبرونه الېكټرانك ميډيا ته هم وركولې شي۔ په دې موقعه د ګورنر وېنا وه چې اے پي پي د رياسي ميډيا يوه مهمه برخه ده كومه چې په ګرده نړۍ كښې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو او د نظريه پاكستان بيانيې ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ فيصل كريم كنډي په خېبر پښتونخوا كښې د اے پي پي نېټ ورك د عصري تقاضو له مخې كولو په حاجت زور راوړو۔ په دې اېم ډي ګورنر ته باور وركړو چې په خېبر پښتونخوا كښې د اے پي پي نېټ ورك لا ښه كولو له به اقدامات كولې شي۔ د كے پي ګورنر په دې موقعه د اے پي پي د بېلو څانګو دوره هم وكړه۔