اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې، د آز??دۍ ورځ هر قام لپاره د خوشحالۍ او اتحاد ورځ وي٬ بايد مونږ يو فعاله او پرعزم نسل جوړ كړو كوم چې د چېلنجز مخه نيولې شي او خپل هېواد له په نړيواله كچه ځانګړے مقام ترلاسه كولو كښ?? كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د يوم آز??دۍ په حواله د استحکام پاکستان کنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښ?? وكړې۔ ده ووئيل د آز??دۍ ورځ په موقع راځۍ چې مونګ عزم وكړو چې مونږ به خپل قام د پرمختګ په لاره روانوٶ، خپل روايات او كلتور ځاے ساتلو سره به جديديت او جدت پلو ځوو٬ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته زمونږ لازواله قربانۍ رايادوي۔ ده ووئيل پاكستان نن د نړۍ اووم اتومي قوت دے ٬ په كوم هېواد كښ?? چې د سائيكل پرزې قدرې نه جوړېدې ھغه نن هېواد جے اېف 17 جنګي الوتكې په فضا كښ?? الوځوي۔ ده ووئيل د كال 1947 څخه تر 2024 سفر كښ?? يو شمير كاميابۍ ترلاسه شوي٬ مونږ يو تاريك سفر كړے٬ كه مونږ خپله موازنه د نورو هې??اد??نو سره وكړو نو مونږ ډېر وروستو پاتې يو، کوريا، ويتنام، ماليزيا، چين، بنګله ديش څو كاله وړاندې زمونږ نه ډېر شاته روان وو٬ آيا په دغه هې??اد??نو كښ?? ذهانت، صلاحيت، ديانت او وسائل زمونږ نه زيات دي؟ ده ووئيل پاکستانيان د نورو هې??اد??نو نه زيات ذهين او وفا كوٶنكي دي۔ ده ووئيل د ترقۍ سفر يو سائنس دے٬ كوم هېواد چې پرمختګ كړے ھغوي په څلورو اصولو عمل كولو سره د ترقۍ په صف كښ?? شامل شوي٬ امن، استحکام ،د پاليسو تسلسل او اصلاحات٬ په كوم هېواد كښ?? چې سياسي استحکام نه وي نو هلته به څوك يوه پېسه ونه لګوي ۔احسن اقبال ووئيل تعليم، صحت، سائنس، ټيکنالوجي او برآمدات كښ?? پاکستان پ اول صف كښ?? شاملېدے شي
امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د آزادۍ ورځې په اړه د استحکام پاکستان کنفرنس ته وېنا
Electronic PP credibility entertainment APP
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر