اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) سينئر لارښود او د وزيراعظم صلاحكار رانا ثنا الله پ?? مشرۍ كښې د پارلمان پلاوي د شورو په ورځ پارليمنټ لاجز كښې د بلوچستان نېشنل پارټي مشر سردار اختر مينګل سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې ډاکټر طارق فضل چوهدري، سينيټر عثمان باديني ، اعجاز جاکھراني او خالد مګسي شامل وو۔ ملاقات نه پس د وزيراعظم صلاحكار رانا ثنا الله ميډيا سره خبرو كښې ووئيل سردار اختر مينګل زمونږ ورور او سينئر سياستمدار دے۔ بلوچستان كښې د هغه د ګوند لوي اهميت دے۔ده ووئيل د سردار اخترمينګل پريكړه سرپرائز وه۔مونږ نن هغه سره خبرو كولو له راغلې يو،د هغه چې څه هم مرورتيا ده د هغې د لرې كولو هڅ?? به كولې شي او د هغ?? به د ځان سره د بوتللو هڅي كوو۔ده ووئيل مونږ سردار اختر مينګل ته خواست کړے چې د پارلمان برخه پاتې شي او د بلوچستان لپاره خپلې هلې ځلې رواني اوساتي۔ده ووئيل مونږ هغه ته د خپلې استعف??ٰ بيرته اغستو لپاره د نظرثانۍ خواست كرے۔په دې اړه خبره شوې او مونږ هيله لرو چې هغ?? به زمونږ خواست منظور كړي۔ده ووئيل مونږ د اختر مينګل تحفظات اوريدلې دي د كومو څخ?? به چې وزيراعظم او اړوندي حلقې خبرولې شي، د وزيراعظم بريف كولو نه پس به راروانه تګلاره خپلولې شي۔
د وزيراعظم صلاحكار رانا ثنا الله په مشرۍ كښې د پارلماني پلاوي سردار اختر مينګل سره ملاقات
Flame Mask Reliable Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن