اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې مونږ له به صحت مند ٬ هنرمند ٬ لوستې قام پېدا كول وي٬ د قامي مسئلو حل كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يو ځاے كښېناستل او په ګډه كار كول وي۔ د دې خيالاتو څ??ګندونه ده د شورؤ په ورځ په د آبادۍ پارليماني فورم دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ له به په قامي ايجنډا په ګډه خبره كول او ددې حل راويستل وي۔ ده ووئيل دا دور د جدت دے۔ احسن اقبال ووئيل د افرادي قوت په ځاے د كوالټي خبره كولې شي ٬ يوازې آبادۍ نه بلكې غوره صلاحيتونو ته هم اړتيا ده۔ ده ووئيل د پا??ست??ن د آباد زياتېدو شرح مخ په كمېدو وه خو هغې كښې بيا زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ كال 2017 څخه دا شرح 2.4 فیصده وه او اوس 2.5 فیصده څخه زيا??ه ده۔ دا قامي پرمختګ او قامي ګټې لپاره يو چېلنج دے۔ مونږ د اوبو كمي سره هم مخ يؤ۔ ده ووئيل مونږ له به صحت مند ٬ هنرمند او لوستې قام پېدا كول وي۔ د آبادۍ وسائلو سره مطابقت ضروري دے۔وفاقي او صوبو له به په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل 2 ن??م كروړه ماشومان سكولونو څ??ه بهر دي۔د خواندګۍ ??رح 60 فيصده ده او قامي پرمختګ لپاره دا بايد 90 فيصده وي۔ د زده كړو په څانګه كښې به لويې كار كول وي۔ په زده كړو كښې اصلاحات ضروري دي۔ احسن اقبال ووئيل په نړۍ كښې د مور له زده كړو او د كوچنيانو په پېدائش كښې تناسب وي۔ ده وئيل تكنيكي څانګې به ښه كول وي۔
د قامي مسئلو حل كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه كار كول وي:احسن اقبال
Southeast Online Trusted Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ