اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د اېم سي سي رېسورس ډوېلپمنټ كمپنۍ صدر ذینګ ذین جنګ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ ??ېكرټرېټ له مخې صادق سنجراني وو??يل د پاکستان او چین ترمينځه د ورورولۍ اړيكې له پېړيو څخه ??اروانې دي٬ پاكستان او چين دوه مضبوط ورونها ٬ مثالي ګاونډيان او په زړه پورې ستراتيجكي همكاران دي۔ د سېنېټ چيئرمېن وو??يل چین سره اړيكې زمونږ په خارجه پالېسۍ كښې زيات اهميت لري او هم دا سوب دے چې ټ??ل سياسي ګوندونه چين سره دوه اړخيزه همكاري او ملګرتيا غواړي۔ ده وئيل چين د شي جن پنګ په مشرۍ كښې په زړه پورې پرمختګ كړے او د ده په دور كښې د پاكستان او چين اړيكې لا پراخه ??وي ۔ د سېنېټ چيئرمېن وو??يل په پاكستان كښې د چينائي كمپنيو سرمايه كارۍ ته به هركلے وايؤ۔ ده وو??يل د دواړو هېوادونو بزنس كميونټي به يو بل ته نزدې كول وي۔ ده وو??يل په تجارتي څانګه كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته او په اولسي كچه تړون لا مستحكمول د روان وخت م??م ضرورت دے۔ دغسې د چين سرمايه كار په ملاقات كولو د سېنېټ چيئرمېن مننه وكړه او د سېنېټ چيئرمېن ته د سېنېټ ګولډن جوبلي مباركي هم وركړه
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د اېم سي سي رېسورس ډوېلپمنټ كمپنۍ صدر ملاقات
Sushi Dashi APP download entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی