ډېره اسماعيل خان 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان دورې په موقع د ساګو جوړیدونكې پل معائنه كړې او په پروژه د كار رفتار په زياتولو يې د اړوندو چارواكو خذمات وستائېل۔وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د پل د بېلو برخو دوره وكړه او د كار د رفتار جاج يې هم واخست۔په دې موقع د جے يو آئي(ف)مشر مولانا فضل الرحمان٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود او د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام هم موجود وو۔وزيراعظم ته ووئيل شول په پروژه په تندۍ سره كار روان دے او پل به ډېر زر ټرافېك لپاره پرانستلے شي۔ دغسې وزيراعظم په خيمو كښې سېلاب ځپليو سره هم ليده كاته وكړل ٬په ډي آئي خان كښې په طوفاني سېلاب كښې دا پل تباه شوے ؤ ۔د اوسني سېلاب نه پس د وزيراعظم لخوا دا د ډي آئي خان دوهمه دوره ده٬ده د ټانك٬چارسدې٬نوښار٬سوات او كوهستان دوره هم كړې دي ۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان ساګو جوړیدونكې پل معائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار