اسلام آباد 21 مئي (اے ??ي پي) په تېرو څلور كلونو كښې د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام په حجم كښې ځانګړې اضافه شوې٬ د پي اېس ډي پي حجم د 384.27 اربه روپې نه زياتولو سره 800 اربه روپې ته رسول شوے۔ دغسې د بنيادې ودانې او د برېښنا د پېداوار پشمول ګڼ شمېر لوئې لوئې پروژې پېل كړې شوې دي كومې چې د بهرنې سرمايه كارې راغب كولو لپاره ډېر اهميت لري۔ د خزانې وزارت چارواكو اے ??ي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د اقتصادي او مالياتي پاليسو په تشكيل كښې د پاكستان د سټېټ بانك پشمول د ټولو اړوند شراكت دارو وړاندېزونه شامل كړې شوي دي۔ حكومت د كركيلې٬ صنعتونو او د خدماتو په څانګو كښې ريښتينې پرمختګ په نظر كښې نيولو سره دې څانګو ته پام كړے او په دې لړ كښې د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام كښې د پېداوار او بنيادي ودانې څانګو لپاره عملي اقدامات پېل شوي دي۔ د ذريعو له مخې د معيشت پرمختګ او استحكام لپاره د اقداماتو لړې لا هم روانه ده٬ د دې هڅو په نتيجه كښې د مالياتي خسارې شرح كمه شوې۔ د ذريعو له مخې د چين پاكستان اقتصادي پروژې له مخې په هېواد كښې د 46 اربه ډالرو سرمايه كاري كېږي كومه چې د پاكستان د رامخې ته كېدونكې منظرنامې عكاسي كوي٬ حكومت دا موقع په يو ګېم چېنجر كښې د بدلولو عزم لري۔ د ذريعو له مخې د سي پېك له مخې 25 صنعتي زونز جوړولې شي۔
په تېرو څلور كلونو كښې د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام په حجم كښې ځانګړې اضافه شوې٬ د پي اېس ډي پي حجم د 384.27 اربه روپې نه زياتولو سره 800 اربه روپې ته رسول شوے
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ