پېښور 02 دسمبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا څخه د سېنېټ په خالي شوې چوكۍ ټاكنو لپاره د وزيراعظم د خزانې صلاحكار شوکت ترين د نامزدګۍ کاغذات جمع کړي۔تفصيلات له مخې سنېټرمحمدايوب د استعفيٰ په وجه خالي شوې چوكۍ باندې ټاكنو لپاره د شوکت ترين وکيل اليکشن کمېشن كښې کاغذات جمع کړي،په دې موقع د شوکت ترين تجويز کونكے تيمور جھګړا او تائيد کونكے کامران بنګش هم موجود ؤ ۔اليکشن کمېشن كښې د نامزدګۍ کاغذات د شوکت ترين وکيل جمع کړي۔اليکشن کمېشن ووئيل د اے اين پي شوکت جمال، د جے يوآئي ظاهر شاه او د پيپلز پارټۍ محمد سعيد هم خپل کاغذات جمع کړي۔دا خبره دې ياده وي په خالي شوې چوكۍ به پولنګ په 20 دسمبر سهار 9 بجو نه تر ماښام 4 بجو كېږي۔اليکشن کمېشن ووئيل د نامزدګۍ کاغذات جمع کولو آخري نيټه 2 دسمبر ده ،په 3 دسمبر به د كانديدانو فهرست جاري كېږي او دې نه پس به د نامزدګۍ کاغذات جانچ پړتال په 6 دسمبر بشپړولې شي۔ اليکشن کمېشن له مخې د کاغذات منظوري يا مسترد كيدو په ضد به اپيلونه تر 8 دسمبر داخليدې شي، مقرره ټريبونل به په اپيلونو پريكړه تر 10 دسمبر كوي او په 11 دسمبر به د كانديدانو نظر ثاني شوے فهرست جاري کولے شي۔اليکشن کمېشن وئيلي دي كانديدان کاغذات تر 13 دسمبر بيرته اخستلے شي ، دغس ېپولنګ به د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په ودانۍ كښې كېږي
خېبر پښتونخوا څخه د سېنېټ په خالي چوكۍ ټاكنې: شوکت ترين د نامزدګۍ کاغذات جمع کړل
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ