اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سي?? يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي بايد په اسلامي ټولنه كښې امن او امان لپاره اسلامي سكالرز د سي??ت النبيۖ په رڼا كښې پراخه مكالمه پېل كړي۔ ده دا خبره وړومبي درې ورځني نړيوال سي??تۖ فېسټول ته خپلې وېنا كښې وكړه د كوم تابيا چې نېشنل رحمت اللعالمين و خاتم النبيينۖ اتھارټي (اېن آر كے اېن اے) كړے ٬ كن??رنس كښې د تعليم وفاقي وزارت له مخې كار كوٶنكو نورو ادارو سره سره نيشنل بك فاٶنډيشن هم مهم كردار لوبولے ۔ د كن??رنس اختتامي غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني په خاص توګه ګډون وكړو ۔ په نېشنل سكلز يونيورسټي اسلام آباد كښې په نړيوال امن د “سيرت رسولۖ په رهنمائۍ” سرخط كن??رنس ته خپلې وېنا كښې چيئرمېن ووئيل په سي??ت رسولۖ عمل كولو سره مونږ ژوندۍ ٬ فعاله او بېداره ټولنه جوړولې شو۔ په دې موقع د رحمت اللعالمين اتھارټۍ چيئرمېن خورشيد نديم ووئيل د رسول اللهۖ شخصيت سره د تړون د لارې مونږ په ګډه د فرقه واريت څخه بچ كېدې شو۔ په دې موقع خورشيد نديم ووئيل د اسلاموفوبيا او توهين آميز پېښو د علمي محاسبې ??رو??ت دے۔ كفنرنس ته د تعليم وفاقي سېكرټري محي الدين احمد واني ٬ د روضه امام حسېن عراق سنټر فارپيس بلډنګ نائب صدر شېخ احمد السامرائي، مراكش څخه فتيحه و بيدار، برتانيه څخه د طحه قرېشي پشمول د رحمت اللعالمين اتھارټي ډائريكټر جنرل ظفر محمود ملك،ډاكټر ياض محمود، د نيشنل سكلز يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاكټر مختار احمد ، نوموړي خبريال او اور اينكر پرسن سبوخ سي?? هم وېنا وكړه۔ د كن??رنس په مهال د كتاب مېلې اهتمام هم شوے چ?? پكښې د پبلشنګ ادارو او د بك سيلرز لخوا په رعايتي بيعه د كتابونو سټالونه لګولي شوي دي
بايد په اسلامي ټولنه كښې امن او امان لپاره اسلامي سكالرز د سيرت النبيۖ په رڼا كښې پراخه مكالمه پېل كړي ٬ د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني نړيوال سيرتۖ فېسټول ته وېنا
Baccarat honest betting link
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا