اسلام آباد۔8 دسمبر(اے پی پی) اسلامک اېډوائزری ګروپ پوليو ختمولو له روانې د پاكستاني حكومت هڅې ستائلو سره د دې خبرې باور وركړے چې پاكستان او افغانستان څخه د پوليو نوغې ختمولو له به د روانو هڅو بشپړه مرسته كولې شي۔ د اووم كلن اسلامك اېډوائزري ګروپ غونډه كښې په مذهبي لارښودو زور روړلو سره ووئيل شول چې هغوي دې پوليو ختمولو كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړي او مور پلار ته دې ددې خبرې تاكيد وكړي چې هغوي دې پوليو او نورو رنځونو نه ساتلو له خپلو كوچنيانو ته وېكسين ضرور وركړي۔ غونډه جده كښې د او آئي سي جنر?? سېكرټرېټ كښې وشوه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې د قومي اېمرجنسي آپرېشنز سنټر کوآرډینېټر ډاكټر رانا صفدر ووئيل د پاكستان حكومت هېواد څخه د پوليو ختمولو عزم لري او هېواد څخه د پوليو ختمولو له به نورې هڅې هم كولې شي۔ هغه وئيل د كو??ونا وائرس وبا په مهال د پوليو كمپائن كاميابۍ سره مخ په وړاندې بوتلل د پاكستان پوليو پروګرام لويه كاميابي ده۔ د انټرنېشنل اسلامك فقه اكادمي مشر ډاكټر صالح بن عبد الله ووئيل د كو??ونا وائرس وبا باوجود د كوچنيانو د صحت خيال ساتل د ستائنې وړ دي۔ هغه هيله ولرله چې د ټولو اسلامي هېوادونو اولنۍ ترجيح به د روغتيا په اړه شعور بېدارول وي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې ريجنل ډائرېكټر احمد مندهيري غونډې ته خطاب كښې ووئيل مونږ پاكستان او افغانستان څخه د پوليو موذي رنځ ختمولو له د خپل عزم پخلے كو??۔ هغه زياته كړه چې كو??ونا وبا نه مونږ ته دا پېغام ترلاسه شوې چې مونږ د انسانيت بهترۍ له يو موټې كېدو سره د ټولو رنځونو ختمولو له په ګډه هڅې وكړو دغسې چې دا رنځونه ټول عمري له ختم شي۔
د اسلامك اېډوائزري ګروپ پوليو ختمولو له د پاكستاني حكومت د هڅو ستائنه وكړه
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena