اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې تلپاتي پرمختګ لپاره سيمه ايزې مرستې او د رابطو ودې ته اړتيا ده ٬ روانه وضعه د ټولشموله اقداماتو غوښتنه كوي٬ پاكستان د سيمه اييز پرمختګ ٬ استحكام او رابطو ته د ودې وركولو عزم لري۔ ?? نهې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزې غونډې په پېل د پرانستې كلماتو كښې وزيراعظم ووئيل د اېس سي او سرمشريزې غونډې كوربتوب پاكستان لپاره يو اعزاز دے٬ مونږ خپلو معزز مېلمنو ته په اسلام آباد كښې هركلے وايؤ۔ ده ووئيل اېس سي او هېوادونه د ګردې نړۍ د 40 فيصده آبادۍ نمائندګي كوي۔ ??ه ووئيل تلپاتي پرمختګ لپاره سيمه ايزې مرستې او د رابطو ودې ته اړتيا ده۔ دا ووئيل دا ننۍ غونډه سيمه اييزې همكارۍ لپاره مهمه موقعه وړاندې كوي٬ مونږ له به د خلقو د ژوند معيار ښه كول او دوئي له آسانۍ وركول وي?? ده ووئيل معاشي پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره به مونږ له په ګډه مخ په وړاندې تلل وي?? وزيراعظم ووئيل باور لرم چې په غونډه كښې د بشپړه او ګټورو خبرو نتيجې به اولس لپاره غوره ثابت شي۔ ??ه ووئيل مونږ په نړيواله منظرنامه كښې بدلون او ارتقاﺀ سره مخ يؤ٬ روانه وضعه د ټولشموله اقداماتو غوښتنه كوي٬ پاكستان د سيمه اييز پرمختګ ٬ استحكام او رابطو ته د ودې وركولو عزم لري۔ ??ه ووئيل مونږ له به اجتماعي پوهه كارولو سره مخ په وړاندې تلل وي ٬ د سېلګرۍ رابطو او د ماحول دوست پرمختګ څانګو ته به پام ګرځول وي?? ده ووئيل تجارتي اړيكې زياتولو له هڅې هم زياتې ضروري دي۔
تلپاتي پرمختګ لپاره سيمه ايزې مرستې او د رابطو ودې ته اړتيا ده ٬ روانه وضعه د ټولشموله اقداماتو غوښتنه كوي: وزیراعظم شهباز شریف
ड्रैगन हैचिंग 2 इंटीग्रिटी बेटिंग ऐप
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز