اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې نواز شريف به راتلونكې مياشت پاكستان ته راشي او قانون سره به مخ كېږي٬ قام به د ھغوي بشپړه هركلے كوي، د نااهلۍ موده پنځه كاله كولو قانون موجود دے٬ قانو?? سازي د مقننه اختيار دے٬ د سپريم كورټ كار قانو?? سازي نه بلكې د دې تشريك كول دي، د پوځ سرلښكر تعيناتۍ لپاره د 6 نامونو په سمرۍ كښې د سرلښكر نامه په وړومبي نمبر وه٬ د مئي 9مه نيټې پېښه د رياست، پوځ او سرلښكر په ضد بغاوت ٶ، مونږ خپل سياست قربانولو سره رياست بچ كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په مركه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل 16 مياشتې اګاهو حالات مونږ چېلنج ګڼلو سره اقتدار سنبهال كړې، مونږ د خپل سيات نه بلې د رياست فكر كړې ځكه چې رياست لپاره د سياست قرباني لوے څيز نه دے، د لوي څښتن په مننه مونږ رياست د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ كه رياست بچ شو نو زمونږ سياست به هم بچ شي٬ ښه وخت به راشي٬ د نواز شريف او نورو دوستانو دا شعوري پرېكړه وه۔ ده ووئيل د عمران خان په دور كښې افراط زر د 3.5 نه 12 فيصده ته رسېدلے ٬ د عمران خان په دور كښې د غنمو پېداوار كم شوې او مونږ له غنم راغوښتل شول، عمران خان وړومبې غنم برآمد كړل بيا ئې درامد كړل چې ورسره ?? اربونو ډالرو زيان شوې٬ دوه اربه ډالره غنم درآمد زمونږ په دور كښې شوې، د روس۔يوکرين جنګ له امله د خوراكي توكو بيعه زياته شوې، آئي اېم اېف سره لوظنامه هم مونږ لپاره لوے چېلنج ٶ٬ د اجتماعي هڅو په سبب مونږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مقننه د قانو?? سازي اختيار لري٬ د سپريم كورټ كار قانو?? سازي نه بلكې د دې تشريح كول وي٬ د ني قانون له مخې د نااهلۍ موده پنځه كاله ده٬ په نواز شريف كوم بندېز نشته ٬ نواز شريف به قانون سره مخ كېږ??٬ هيله لرو چې راتلونكې مياشت كښې به ھغه پاكستان ته راشي٬ قام به د ھغوي هركلے كوي
نواز شريف به راتلونكې مياشت كښې پاكستان ته راشي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف نجي ټي وي چېنل سره مركه
Fortune Dragon Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش