كراچي 29 مارچ (اے پي پي)د خزانې وزير محمد اورنګزېب وئېلي دي د جي ډي پي په تناسب سره ټيكسونو كښې زياتوالي ٬د توان په څانګه كښې خساره كمولو او د هېواد ادارې د خسارې څخه ويستلو ته مونږ پام لرنه كوو٬رمضان پیكج د 7.5 ارب روپو نه 12 ارب روپۍ ته رسولے شوے ٬په يوټېلټي سټور د څيزونو معيار كښې ښه وا??ې راوستلېے كېږي٬د څيزونو په معيار به كومه سمجهوته ون?? كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جم??ې په ورځ كراچۍ كښې د يوټېلټي سټور كارپورېشن دورې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د 1200 موبائل پوائنټس د لارې مصرف كوونكو ته د څيزونو رسنه جاري ده٬رمضان پېكج د 7.5ارب روپو نه 12 ارب روپو ته رسولې شوې۔ ده ووئېل په يوټېلټي سټور د څيزونو معيار كښې ښه وا??ې راوستلے كېږي٬د څيزونو په معيار به كومه سمجهوته ون?? كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل موجود حكومت د غنمو برآمد كولو اجازه نه ده وركړې ٬د غنمو فصل په اړه ښه خبرونه راځي او تر 15 اپرېل به د غنمو پیداوار په اړه صورتحال لا ښكاره شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په هدف اډانه سبسډيز آئي اېم اېف چرته هم اعتراض نه دے كړے بلكه هغوي خو په معاشي توګه كمزورو طبقو ته په اهداف اډانه زرتلافۍ كښې د اضافې كولو غوښتنه كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه چرې ښه انتظامي اقدامات وكړے شي نو ورسره استحكام راتللے شي ٬د ښه انتظامي اقداماتو څخه قاچاق٬حواله او د هنډي په اړه ښه وا??ې راغلے٬برآمدات ته زمونږ پام دے ځكه چې د دې څخه زرمبادله كښې اضافه كېږي ۔
د جي ډي پي په تناسب سره ټيكسونو كښې زياتوالي ٬د توان په څانګه كښې خساره كمولو او د هېواد ادارې د خسارې څخه ويستلو ته پام لرنه كوو ۔د خزانې وزير محمد اورنګزېب ميډيا سره خبرې
Garuda Gem official entertainment link
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز