ملتان 08 مئی(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې وفاقي او صوبائي حكومت سره په ګډه به د سوئېلي پنجاب پرمختيائي فنډز په بجټ كښې اضافه باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كښې بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د پنجاب د اعلٰی وزير پخوانې صلاحكار اسحاق ??چه??حاجي لياقت بوسن٬رانا عاشق نون٬ملك اسلم منګانه او د حج ډائرېكټر ريحان كهوكهر پشمول بېلو مشرانو سيد يوسف رضا ګېلاني سر?? ملاقات وكړو۔ پلاو?? د ??نطقې پرمختګ لپاره د سيد يوسف رضا ګېلاني كردار ستائېلو سره ووئيل چې ګيلاني كورنۍ تل د سياسي تړون نه پرته د ملتان ښار پشمول د سوئېلي پنجاب پرمختګ او د دې ځايې د اولس سوكالۍ لپاره عملي هڅې كړي۔په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې د سوئېلي پنجاب تعمير او پرمختګ لپاره شوې زمونږ هڅې د ټولو په وړاندې دي٬د منطقې نور پرمختګ لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي دغسې چې د اولس د محرومۍ احساس ختم كړے شي۔د حج ډائرېكټر ريحان كهوكهر د سېنېټ چيئرمېن ته د حج فلائټس او آپرېشن په اړه بريفنګ هم وركړو۔
وفاقي او صوبائي حكومت سره په ګډه به سوئيلي پنجاب لپاره د پرمختيائي فنډز په بجټ كښې اضافه باوري كولې شي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني
Robbery Bet Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ