اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاق?? وزير عطاء الله تارړ وئيلي ??ي د 9 مئي پېښو ثبوت عدالتونو ته وړاندې دي٬ كېسز دې منطقي انجام ته ورسولې شي۔ د زيارت په ورځ په پي ټي وي هېډكوارټرز كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره په ګډه د پرېس كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وفاق?? وزير ووئيل د 9 مئي پېښو ثبوتونه عدالتونو كښې موجود دي٬ د بريد كوٶنكو شناخت شوے او دا واضحه ده چې څوك ودانيو ته داخل شوي او څوك بهر ولاړ وٶ او امر ئې كولو۔ ده ووئيل د تحريك انصاف د باني چيئرمېن ډېر عزت كوٶ٬ د ھغه درې خوېندې د بريد په مهال هلته موجود وې خو په ھغوي مقدمه نه ده درج شوې۔ ده ووئيل عدليه ته خواست كوٶ چې د 9 مئي كېسز دې خپل انجام ته ورسولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاق?? وزير عطا تارړ ووئيل مونږ د زندانونو سختۍ ليدلې٬ د تحريك انصاف په دور كښې سياسي مشرانو او كاركنانو سره په زندانونو كښې ناروا سلوك كېدو، د زندان چارواكو ته امر ٶ چې په زندان كښې بندي د مسلم ليګ ن مشران د دسمبر په سخته يخنۍ كښې په فرش ناستې ته مبجور كوئ٬ دوي ته به كرسۍ او تكيه هم نه وركرې كېده خو عمران خان ته ورزش لپاره سائيكل واكنګ ګېلري ??و په خوراك كښې كورنۍ چرګه وركړې كېږي۔
د 9 مئي پېښو ثبوتونه عدالتونو ته وړاندې دي٬ كېسز دې منطقي انجام ته ورسولې شي۔ وفاقي وزير عطاءالله تارړ پرېس كنفرنس
Crypto Gold Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais