اسلام آبا?? 20 ??ګست(اے پی پی)د توان(پاور ډويژن)وفاقي وزير سرد??ر اويس احمد خان لغا??ي وئېلي دي په صارفين د ګرانې بجلۍ بار كمولو لپاره هر ممكن هڅې كوو٬د توان په څانګه كښې اصلاحات ډېر ضرورې دې٬د توان په بحران قابو موندلو لپاره اقدامات كوو٬حكومت د آئي پي پيز په اړه به اولس ته ډېر زر زېرے وركړي كوم څخه چې به اولس او د صنعت كارو پشمول ټولو ته ګټه ورسي ٬ دغسې د توان په څانګه كښې ښه والي لپاره د بجلۍ تقسيم كوونكو كمپنو نجكاري كولې شي۔د نهې په ورځ يوت كنونشن ته خطاب كولو په مهال د توان وفاقي وزير سرد??ر اويس احمد خان لغا??ي ووئېل بجلي ګرانه ده خو د ارزانې بجلۍ پېدا كولو لپاره اقدامات كوو٬د بجلي يونټ په بيعه كښې كمي څخه به په اولس بوج كم شي۔ده وو??يل په هېواد كښې په صنعتي پېدا??ار كښې اضافه ضروري ده٬د يخنۍ په موسم كښې د بجلي ښه استعمال لپاره صنعتي پېدا??ار كښې اضافه كول وي او د توان لګښت پوره كولو لپاره نوې پلانټس لګول وي۔اويس لغا??ي ووئېل د توان پېدا??ار خلق په اړه نامې شمېرې وړاندې كوي٬دا مهال مونږ د 29 زره ميګاواټ بجلي پېدا كولو صلاحيت لرو۔وفاقي وزير وو??يل كه چرې مونږ د دوه ساعت لوډشېډنګ برداشت كړو نو 50 اربه روپۍ بچت كېدې شي٬په ټول هېواد كښې باد پكې 9 زره ميګاواټ بجلي كاروي٬مونږ له د بجلۍ باد پكې كم واټ كارولو منتقل كول دي۔اويس لغا??ي ووئېل په دې كښې هېڅ شك نشه جې مونږ په منطقه كښې تر ټولو زياته ګرانه بجلي وركوو٬د ډالر په سبب كيپسټي پيمنټ كښې هم اضافه شوې ده۔
په صارفينو د ګرانې بجلۍ بار كمولو لپاره هر ممكن هڅې كوو۔د پاور ډويژن وفاقي وزير
हेल फीवर आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری