اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی)د خزانې وزارت وئېلي دي مهمو معاشي اشارو كښې د ښه والي راتللو لړۍ روانه ده٬ اګست كښې د افراط زر شرح 9.5 فيصد او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے٬ د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې په مالي كال 2024 كښې د جي ډي پي په تناسب څخه مالي خساره د مالي كال 2023 په مقابل كښې د 7.8 فيصد نه 6.8 كچې ته راوستلې شوې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي مياشتنيز اقتصادي اپ ډ??ټ له مخې بهرني طلب كښې اضافه٬مستحكم ايكسچېنج ريټ٬افراط زر كښې كمي او زري پالېسۍ كښې د نرمۍ له امله به روان مالي كال كښې د لويو صنعتونو په پیداوار كښې اضافه اوشي۔ د خريف 2024 فصلونو او پېداوار انحصار په موسمياتي عوامل دے٬په دې وروستيو كښې او د روانو بارانونو له امله وريژې٬چيني٬سبزيانې او په نورو فصلونو مثبت او منفي دواړه اثرات مرتب كېدې شي۔د خزانې وزارت له مخې معاشي اشارو كښې ښه والې په اګست مياشت كې د افراط زر شرح 9.5 نه تر 10.5 فيصد ترمينځه او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے۔ترسيلات زر٬برآمدات او درآمدات كښې د اضافې رجحان هم په ځاے ساتلو امكان دے۔اګست كښې برآمدات د 2.5 ارب ډالر نه تر 3.2 ارب ډالر٬درآمدات 4.5 ارب ډالر نه تر 5 ارب ډالر او ترسيلات زر 2.6 ارب ډالر نه تر 3.3 ارب ډالر ترمينځه د پاتې كېدو هيله ده۔د خزانې وزارت له مخې برآمدات او ترسيلات زر كښې د اضافې له امله په بهرنو كهاتو په صورتحال كښې ښه والې راغلے۔جولائي 2024 كښې د حسابات جاريه ??هاتو خساره تر 0.2 ارب ډالر محدود شوې٬تېر كال جولائي كښې د حسابات جاريه ??هاتو خساره 700 ملين ډالر وه۔جولائي كښې د هېواد برآمدات حجم 2.4 ارب ډالر ??ېك??رډ كړے شوے كوم چې تېر كال د جولائي په مقابل كښې 12.9 فيصد زيات دے٬په درآمدات 4.8 ارب ډالر زرمبادله خرڅ شوې كومه چې د تېر كال جولائي د 4.1 ارب ډالر په مقابل كښې 163 فيصد زياته ده ٬د وريژو٬ميوو٬ريډ ميډ ګارمنټس او پلاسټك څيزونو كښې ځانګړې اضافه په نظر راغلې۔مهمو درآمدي څيزونو كښې خام تيل٬اېل اېن جي او پام آئل سرفهرست دي۔د خزانې وزارت له مخې جولائي كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر حجم 3 ارب ډالر ??ېك??رډ كړے شوے كوم چې د تېر كال جولائي په مقابل كښې 47.6 فيصد زيات دے۔سعودي عرب٬امريكا٬برتانيه٬يو اے اي ترسيلات زر په اړه سرفهرست هېوادونه پاتې شوي۔په 23 اګست د زر مبادله پنګو حجم 14.8 ارب ډالر ??ېك??رډ كړے شوے چې پكښې سټېټ بانك سره د زرمبادله پنګو حجم 9.4 ارب ډالر ؤ۔جولائي كښې نيغ په نيغه د بهرنۍ سرمايه ??ارۍ حجم 136 ملين ډالر ??ېك??رډ كړے شو كوم چې د تېر كال جولائي په مقابل كښې 63.7 فيصد دے۔د غېر ملكي نجي پورټ فوليو سرمايه ??ارۍ حجم 23.6 ملين ډالر او د سركاري پورټ فوليو سرمايه ??ارۍ حجم 145 ملين ډالر پاتې شوے۔د خزانې وزارت له مخې د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې مالي كال 2024 كښې جي ډي پي تناسب څخه مالي خساره د مالي كال 2023 7.8 فيصد نه په كمولو 6.8 فيصد كچې ته راوستلې شوې۔پرائمري بيلنس د جي ډي پي تناسب څخه 0.9 فيصد فاضل پاتې شوے۔ دمالي كال 2023 كښې جي ډي پي تناسب څخه پرائمري بيلنس يو فيصد خساره كښې ؤ ۔محصولات كښې د اضافې لپاره پورته كړو اقداماتو په نتيجه كښې د تېر مالي كال په مهال محصولات كښې 38 فيصد شرح څخه نمو رامخې ته شوې۔نان ټيكس محصولات كښې د اضافې شرح 75.4 فيصد ??ېك??رډ كړی شوې۔ د تېر مالي كال په مهال د مجموعي محصولات حجم 3183.3 ارب روپۍ ??ېك??رډ كړے شوے ؤ ۔د جاري مالي كال په مهال اېف بي آر محصولات كښې د اضافې لړۍ روانه ده۔د خزانې وزارت له مخې د حكومت لخوا په ګرانۍ كښې د كمي لپاره د پورته شوو اقداماتو ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔جولائي كښې صارفينو لپاره د بيعو عمومي اشاريه 11.1 فيصد ??ېك??رډ كړې شوې كومه چې په جون كښې 12.6 فيصد او د تېر مالي كال جولائي كښې 28.3 فيصد وه ۔اقتصادي اپ ډ??ټ له مخې زرعي څانګې ته قرض وركولو كښې د تېر مالي كال په مهال په كلنه بنيادونو 24.8 فيصد نمو پاتي شوې٬ مالي كال 2024 كښې زرعي څانګې ته وركړې شوې قرضه 2216 ارب روپۍ ??ېك??رډ كړې شوې كومه چې په جولائي كال 2023 كښې 1776 ارب روپۍ وه ٬ ٬پاكستان سټاك ماركيټ د تېر مالي كال او جاري مالي كال په مهال د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې٬ 28 جولائي باندې د كے اېس اي 100 انډيكس 77993 پوائنټس و ؤ دغسې تېر مالي كال په مهال د ماركيټ كيپټلائزېشن كښې اضافه شوې٬ په 28 اګست د ماركيټ كيپټلائزېشن حجم 37.37 ارب ډالر ??ېك??رډ كړے شوے ٬دغسې د ??وو كمپنو رجسټرېشن كښې هم اضافه شوې٬مالي كال 2024 كښې 2755 ??وو كمپنو رجسټرېشن كړے كومې چې د مالي كال 2023 نه 20.6 فيصد زياتې دي۔
مهمو معاشي اشارو كښې د ښه والي راتللو لړۍ روانه ده ٬ اګست كښې د افراط زر شرح 9.5 فيصد او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے۔د خزانې وزارت
VIA Online Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا