اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش په كوربتوب كښې د ډي ايټ خارجه وزيرانو د کونسل غونډه به (نن) د شورو په ورځ كېږي،د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر ب?? هائبرډ فارميټ غونډه كښې د پاکستان نمائندګي کوي۔ ډي ايټ ګروپ په 15 جون 1997 استنبول كښې جوړ شوے ؤ۔د پاکستان نه علاوه باني غړو كښې بنګله ديش، مصر، انډونيزيا ، ايران، ملائيشيا، نائيجيريا او ترکيه شامل دي۔د اسلامي نړۍ 8 پرمختګ كوونكو معيشتونو د يو ارب 10 کروړه څخه زياتو ??سانو آبادۍ سره ډي ايټ يو ځانګړے تنظيم دے كوم چې د سوئيلي ختيزې اسياﺀ نه تر افريقې خپور دے ۔ د ډي ايټ غړي هېواد??نه د نړۍ د 60 فيصده مسلمانانو آبادۍ نمائندګي کوي او د دې د كال جي ډي پي تقريباً 4.92 ټريلي??نه ده۔ د اے پي پي رپورټ له مخې پاکستان په نومبر 2012 كښې د 8م ډي ايټ مشرانو غونډې كوربتوب كړے ؤ۔ پاکستان د خارجه وزيرانو کونسل دوو غونډو ،د ګڼو ډي ايټ کمېشن غونډو او د بيلو څانګو د خبرو اترو كوربتوب هم كړے۔ پاکستان د كراچۍ جناح انټرنېشنل هوائي ميدان هم د ډي ايټ هوائي ميدان په توګه نومولے دے
د بنګله دېش په كوربتوب كښې د ډي ايټ خارجه وزيرانو د کونسل غونډه (نن) كېږي،د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر به د پاکستان نمائندګي کوي
Emerald Blackjack Game Card Credibility Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار