اسلام آباد/جدہ۔15جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان ?? حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق بن فوزان ??لربيعه د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي هركلې وكړو او ده سره يۍ د حج 1444ھ انتظاماتو حوالې سره يوه لوظنامه لاس ليك ك??ه۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې يو عهدېدار ووئيل چې د حج اېکسپو 2023 په موقعه د سعودي عربستان ?? حج او عمرې وزير د پاكستان په شمول د 25 نه زياتو هېوادونو پلاويو سره ملاقاتونو كښې د همكارۍ يو شمېر لوظنامې لاس ليك ك??ې۔ حج ایکسپو2023 حج او عمرې سره اړونده تر ټولو لويه اجتماع وه۔ په دې كښې 57 نه زياتو هېوادونو څخه د 60,000 استازو په شمول مملكت او بهر څخه د سركاري او نجي څانګو 81 مقررینو او د حج او عمره كمپنيو 200 مشرانو ګډون وك??و۔ دا لويه اجتماع د تصوراتو ٬ نظرياتو ٬ ايجاداتو او تجربو يو بل سره د ګډولو موقعه وه او دې ټولو هېوادونو لپاره د خپلو لوظنامو لاس ليك كولو او د حج او عمرې سيزن څخه وړاندې د خپلو وګړو په چارو د خيالاتو څرګندونه كولو يو پلېټ فارم برابر ك??و۔ د دې مقصد د خدماتو دائره پراخه كول او د سعودي ويژن 2030 ??دف??نه ترلاسه كول وو۔ دې څخه وړاندې د سعودي عربستان ?? حج او عمرې وزارت لخوا اعلان ??وے وو چې د روان كال 1444 هجری حجاج کرامو شمېره به د عمر كوم بندېز نه لرې د كورونا وبائي رنځ څخه د وړاندې په څير كړې شي۔
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د حج 1444ھ انتظاماتو لوظنامه لاس ليك شوه
Arctic Capture APP Game Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج