اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د قومي اسم??لۍ د خزانې او محصولات قائمه كمېټۍ په پنجاب او خېبر پښتونخوا ??ښې ټاكنو لپاره د فنډز بېلولو معامله وفاقي كابينې او قومي اسم??لۍ ته د لېږلو هدايت كړې دې۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس ??ښې د قېصر احمد شېخ په مشرۍ ??ښې وشوه۔ په غونډه ??ښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر، د خزانې وزيرې ډاكټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوه، اټارني جنرل، د سټېټ بينك او نورو ادارو اړوندو چارواكو او غړو ګډون وكړو۔ د قانون وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل چې د قومي اسم??لۍ او سېنېټ قائمه كمېټيو مني بل 2023 مسترد كړې دې۔ ده ووئيل سپريم كورټ په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو ??ښې ټاكنو كولو له سټېټ بېنك ته هدايت كړې چې هغه الېكشن كمېشن ته فېډرل كنساليډېټېډ فنډ څخه 21 اربه روپۍ وركړي۔ د قانون او ضابطو له مخې د دې لپاره قومي اسم??لۍ څخه منظوري اخستل ضروري دي۔ ده ووئيل دا معامله بايد قومي اسم??لۍ ته وړاندې كړې شي۔ د كمېټۍ غړي برجېس طا??ر ووئيل چې په 13 اپرېل قائمه كمېټۍ دا بل مسترد كړدے دے۔ ده ووئيل زمونږ دريځ دا دے چې په پنجاب ??ښې مخ??ښې ټاكنې كولو سره به باقي صوبو ??ښې ټاكنې اغېزمنې شي۔ د سټېټ بېنك لنډ مهالې ګورنر سيما كامران ووئيل چې سټېټ بېنك ته د سپريم كورټ امر راغلو نو زه سپريم كورټ ته لاړم۔ مونږ عدالت ته ووئيل چې مونږ دا پېسې بېلولې شؤ خو د دې منظوري به د خزانې وزارت وركوي۔ اټارنی جنرل ووئيل چې د خزانې وزارت دې د سپړيم كورټ په اړه ډیمانډ كابينې او قومي اسم??لۍ ته ولېږي٬ حتمي منظوري به قومي اسمبلي وركوي۔ كمېټي دې د خزانې وزارت ته د دې عمل پراسېس كولو ووائي۔ د سپريم كورټ په امر اېګزېکټو اتھارټی له عمل كول د?? ٬ ?? خزانې وزارت به هم د دې سمرۍ منظوري وركړي۔ وفاقي كابينې څخه منظورېدو نه وروستو به دا معامله قومي اسم??لۍ ته لېږلې شي۔ قومی اسمبلی به د سپريم كورټ په امر د فنډز اجرا كولو حتمي منظوري وركړي۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل دا معامله حل كولو له بايد قومي اسم??لۍ ته ولېږلې شي۔ نن د وفاقي كابينې او قومي اسم??لۍ غونډه كېږي هيله ده چې دا معامله به دغلته حل شي۔ د قانون وزير ووئيل د كابينې او قومي اسم??لۍ غونډه نن شېډول ده٬ نېك نيتۍ سره سمري ولېږۍ ٬ نن به پروسېس بشپړ شي۔ كمېټۍ د الېكشن كمېشن فنډز معامله يو وارې بيا كابينې او قومي اسم??لۍ ته ولېږله۔
د خزانې او محصولات قائمه كميټۍ په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره د فنډز بيلولو معامله كابينې او قومي اسمبلۍ ته د ليږلو هدايت
Egyptian symbol APP game website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت