اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد جمهوري او انتخابي عمل اوس نور د دې ډول نظام متحمل كيدے نشي كوم نظام ته چې پوته نيولے كيږي، د ماضي تجربې په رڼا كښې انتخابي عمل په هر ممكن ډول شفاف ، محفوظ او غير جانبدار جوړولو له اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كول د جمهوريت په ګټه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو په اړه د غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔ غونډې ته د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسين وزيرِ اعظم ته كامسيټس او نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرانكس د اړخه په جوړ شوي اليكټرانك ووټنګ مشين، ووټنګ تګلاره او د مشين فيچرز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول د ياد شوي مشين په مرسته به د ووټنګ ټول عمل په بشپړه ډول شفاف او غير جانبدار شي دغسې د انتخابي عمل نتيجې به په بشپړه ډول محفوظ او په سمدستي توګه ترلاسه كېدي شي ، اليكټرانك ووټنګ مشين جوړولو كښې د هغه ټولو مسئلو حل باوري شوے كوم چې په ماضي كښې د انتخابي عمل په اړه رامخي ته شوي۔ وزيرِ اعظم ته د اليكټرانك ووټنګ مشين د لاري د انتخابي عمل عملي مظاهره وړاندې كړې شوه۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل د سائنس اينډ ټيكنالوجي وزارت ،كامسيټس او اين آئي اي په شريكو هڅو جوړ شوے او مشين په محدود توګه ټيسټ شوے د كوم چې د ډاډ وړ نتيجې رامخي ته شوي۔ وزيرِاعظم په نمونه مشين وركنګ د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې اړه ئې د سائنس اينډ ټيكنالوجي وزارتِ او كامسيټس هڅي وستائلي۔ غونډي ته وزيراعظم ووئيل د بده مرغه تير وخت كښې شوي ټول ټاكني ضفاف نه دي شوي او دې سره نه يواځي انتخابي او جمهوري عمل ځپلے شوے بلكه د اولس اعتماد ته هم زيان رسيدلے۔ده ووئيل د هېواد جمهوري او انتخابي عمل اوس نور د دې ډول نظام متحمل كيدے نه شي كوم ته چې ګوته ونيولے شي۔ وزيرِاعظم ووئيل د تير وخت د تجربې په رڼا كښې انتخابي عمل په هر ممكن ډول شفاف ، محفوظ او غير جانبدار جوړولو له اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كول د جمهوريت په ګټه دے، حكومت په دې اړه لوظي دے
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو په اړه غونډه ٬ د هېواد جمهوري او انتخابي عمل اوس نور د دې ډول نظام متحمل كيدے نشي كوم نظام ته چې ګوته نيولے كيږي،وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : quina acumulada