کراچۍ ۔ 10 مارچ (اے پی پی) پاك سمندري ځواك په ساحلي سيمه كښې د يو تربيتي مشق په مهال مزكې څخه د وار كوؤنكي يو اېنټي شپ توغندي كاميابه تج??به وكړه۔ د خال?? په ورځ جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه توغندي د خپلې ټاكلې لارې څخه تېرېدو سره خپل هدف كاميابۍ سره په نښه كړو۔ وائس چیف آف نېول اسټاف وائس اېډمرل کلیم شوکت او د پاك سمندري ځواك اعلی چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ حاضرينو ??ه خپل خطاب كښې خاص مېلما بحرهند كښې د امنيت په بدلېدونكي چاپېرچل او دې لړ كښې پاك سمندري ځواك ته په پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د پاك سمندري ځواك مشر د ګران هېواد سمندري پولو ساتنې له د پاك سمندري ځواك افسرانو ٬ خوارۍ او په اخلاص بشپړ باور لري۔ ده ووئيل د پاكستان سمندري ځواك به د سيمه ايز امن او سلامتيا په لړ كښې په پېښو چېلنجون?? قابو موندلو له په روانو ټولو هڅو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ وائس چیف آف نېول اسټاف د میزائل فائرنګ دې كاميابه تج??به كښې د برخه اخستونكو ټولو افسرانو او ځوانانو او په خاص توګه د ميزائل يونټ عملې ستائنه وكړه د چا پرله پسې خوارۍ او كلك عزم سره چې دا تج??به كاميابه شوې۔
د سمندري ځواك مزكې څخه د وار كوؤنكي اېنټي شپ توغندي كاميابه تجربه
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará