اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د ارواښاد عبدالستار ایدھی خذمات ته پيرزونې وړاندې كولو سره وئيلي ارواښاد عبدالستار ایدھی نړۍ كښې د انسانیت اعلیٰ مثال جوړ كړے ۔ د نهې په ورځ د ارواښاد عبدالستار ایدھی د مرګ نه پس د هغه د سالګرې ورځې مناسبت سره په خپل پیغام كښې مریم اورنګزیب ووئيل عبدالستار ایدھی د جدید دور صوفی وو، هغه نړۍ كښې د انسانیت اعلیٰ مثال جوړ كړې دے او د بې وسه اولس مرسته ئې كړي۔ دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد عبدالستار ایدھی له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب