اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ ٬د اسلامي هېوادونو او د مينځني ختيز په اړه خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د موجوده حكومت په خاص هلو ځلو ډ??لر ارزان شوے او د حج معاملات كښې بهتري راغلې٬د پرائيوېټ سكيم له مخې د حج كوټه منصفانه وېش به باوري كو??ې شي۔ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔په دې موقع د حج آپريټو اېسوسي اېشن آف پاكستان(هوپ)استازې حافظ محمد طارق٬محمد امجد كياني٬اخلاق احمد خان٬سردار ساجد٬حافظ جمال او ثناﺀ الله هم د ده سره وو۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل سږ كال حج لپاره داسې انتظامات كېږي كومو څخه به چې سركاري او پرائيوېټ سكيم كښې كوم كرپشن نه كېږي۔د سركاري او نجي سكيم به خارنه كو??ې شي۔ده ووئيل د پرائيوېت حج سكيم له مخې حج له تلونكو لپاره هم د وزارت دننه به يو د ګيلو لرې كولو سيل جوړو??ې شي او په دې كښې به د هوپ نمائندګي هم وي۔ده ووئيل يوه كمپني به د 500 كسانو پرائيوېټ حج كوټه لري۔دې لپاره به د حج كوټې منصفانه وېش باوري كو??ې شي۔طاهر محمود اشرفي ووئېل د حكومت هڅه ده چې د ډالر په قدر كښې په كمي راتللو په پرائيوېټ كچه هم د حج پېكج كښې كمے وكړے شي۔پاكستان د حج انتظامات ډېر په وخت پېل كړي۔په دې مهال د حج آپريټو اېسوسي اېشن نمائندګانو د حكومت حج پیكج او د حاجيانو آسانيو لپاره پالېسۍ ستائېلې او په دې لړ كښې ئې د هرې ممكنه مرستې او آسانۍ وركولو باور وركړے۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د مقبوضه كشمير وروڼو سره تل ولاړ يو او ولاړ به يو٬هغه يواځې نه دي۔او آئي سي٬اسلامي هېوادونه د كشمير او فلسطين سره ولاړ دي۔د زيارت په ورځ به لاهور او د جمعې په ورځ به په اسلام آباد كښې د كشميريانو٬فلسطين سره د يووالي څرګندونې كنفرنس كو??ې شي۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير په اړه د هندي عدالت پريكړه ظالمانه ده۔د هند عدالتي پريكړې څخه چرته هم كشميريان د هند برخه نشي ګرځ??دے??هند د خپلې عدالتي پړيكړې نه پس په مقبوضه كشمير كښې د اسرائيل په طرز د قتل عام اراده لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې طاهر اشرفي ووئيل مونږ به د مقبوضه كشمير حېثيت په اړه هر نړيوال فورم ته ځوو۔نړۍ دې د هند ظلم تهد اسرائيلي ظلم او جبر په تناظر كښې اوګوري۔
د اوسني حكومت په خاص هلو ځلو ډالر ارزان شوے او د حج معاملات كښې بهتري راغلې۔حافظ طاهر محمود اشرفي
Ganesha Treasure Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha