سانيا/ چين 08 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غونډه كښې ګډون لهد اتوار په ورځ چين ته رسيدلې دې٬ د سانیا د سی پی پی سی سی قائمه کمېټۍ غړي یان ژاؤ جوان د وزیر اعظم هركلے وكړو۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال او د برېښنا وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ د وزیر اعظم آفس لخوا جاری شوې پریس ریلیز له مخې وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به اسياﺀ لپاره باؤ فورم كښې د 8 نه تر 10اپریل د چین هنان صوبې باؤ ښار كښې كيدونكې فورم كلن کنفرنس كښې د پاکستانی پلاوي مشري كوي ٬ وزيراعظم به باؤ فورم ته خطاب او د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې هغه سره پھ دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څر??ندونه كوي۔سږ كال د فورم سرخط”لويې څوكالۍ لپاره آزاد او اختراعي آسيا”اېښودې شوې۔فورم ته به د آسټرېليا اولس مشر اليګزينډر وان ډير بيلين٬د فلپائن اولس مشر روډ ريګوډ يوټرټ٬ د منګوليا وزيراعظم يوخاجن كورل سوك٬د هالينډ وزيراعظم مارك روټ٬د سنګاپور وزيراعظم لي سين لونګ٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوئټ??ېش او د نړيوال مالياتي فنډ منيجنګ ډائرېكټر كرسټيان لاګارډ خطاب كوي۔فورم ته خطاب كونكې لارښود به د دوه اړخيزه٬ګڼ اړخيزه مرستې٬په ښه حكمرانۍ٬معيشت او تجارت پھ اړه د مهمو چارو جاج اخلي او په هغې به د خيالاتو څر??ندونه كوي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ به فورم ته خطاب كښې د چين معيشت لا آزادولو په اړه د اقداماتو اعلان هم كوي۔هيله ده فورم كښې به 200 څخه زيات مندوبين ګډون كوي۔فورم به وزیر اعظم ته د چین۔پاکستان اقتصادی راهدارۍ (سی پیك) پروژو په کامیابۍ سره عملدرآمد په اړه د پاکستان پیش رفت څخه ??ړۍ خبرولو موقع وركړي۔ دا دوره به د سيمې سره سره نړيوال تناظر كښې د پاکستان کامیاب اقتصادی شراکت دار په توګه رامخې ته كولو كښې مرستياله وګرځي۔
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غونډه كښې ګډون له چين ته ورسيد
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo