کویت سټی 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے، 2013ء كښې چې كله مونږ حکومت تر لاسه كړو نو هېواد زياتو چیلنجونو سره مخ وو ، نن د لوے څښتن پھ فضل حالات ښه شوي، د 90ء لسېزې پروژې كه روانې ساتلې شوې وي نو نن به پاکستان د اسياﺀ ټائیګر ؤه، د توان كمې په هنګامی بنیادونو لرې كوو، کویت كښې د پاکستانیانو په مسئلو به د كويت امیر سره خبره كولې شي۔ ده د ګل پھ ورځ کویت كښې مېشته پاکستانيانو ته خطاب كولو۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے ٬ كله چې مونږ حکومت سنبھال كړو نو هېواد زياتو چیلنجونو سره مخ وو ، نن د لوے څښتن پھ فضل حالات ښه شوي ٬چین پاکستان اکن??مك کوریډور د سيمې هېوادونو لپاره به ګیم چینجر وي ،وزيراعظم ووئېل 2018ء كښې 10 زره میګاواټ برېښنا به نیټ ورك كښې شامله كړې شي او اولس له به ارزانه برېښنا وركړې شي ، ده ووئېل د ترهه ګرو ملا ماته شوي او مونږ د ترهه ګرۍ خاتمې پلو مخ په وړاندې روان يو۔ ده ووئيل زه د كويت ارواښاد امير سره ملاقات له طائف ته تللې ووم چا ??ې نه يواځې د پاکستان د مرستې عزم كړې وه بلکې مرسته ئې ورسولې وہ۔ نواز شريف ووئېل ولی عهد سره هم مونږ ښې اړيكې لرلې۔ ده ووئيل کویت د پاکستان ښه ملګرې دے ، كه دغه سلسله روانه ساتلې شوي وه نو دا ملګرتيا به لا قوي شوې وه او هيڅ مسئله به نه وه۔ ده ووئيل د جنګ نه پس د پاكستان او كويت ترمينځه اړيكې جوړې كړې شوې وې او كه د 1991 اړيكې دوامداره ساتلې شوې وي نو نن به پاكستان د اسياﺀ ټائیګر وے۔ ده ووئيل د 1991ء نه تر 1993ء مونږ پاکستان د پرمختګ پلو روان كړے ؤه۔ وزیراعظم ووئيل مونږ پھ وړمبين حكومت كښې لوئ پروژې پيل كړې وي ، د اسلام آباد۔لاهور او اسلام آباد۔پېښور موټروے پروژه مو پيل كړې وه ، معیشت مو خپلواكه كړې وو۔ وزیراعظم ووئيل په روان دور كښې مونږ يو ځل بيا د پرمختګ مزل پيل كړے ٬ ټول هېواد كښی مو د موټرویز، سترو لارو ، بندونو او توان پروژې پيل كړي ، ده ووئېل چائنه ۔پاکستان اکنامک کوریډور به منطقې لپاره يو ګیم چینجر وي ۔ نواز شريف ووئېل اول به په پاکستان كښې د 16 نه تر 18 ساعته لوډشيډنګ كيدو ، مونږ د برېښنا بحران ختمولو له پروژې پيل كړي۔ده ووئيل 2018ء كښې به 10 زره میګاواټه برېښنا نیټ ورك كښې شامله كړې شي
د ترهه ګرو ملا ماته شوي او مونږ د ترهه ګرۍ خاتمې پلو مخ په وړاندې روان يو۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف کویت كښې مېشته پاکستانيانو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں