اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو افغانستان لپاره تر اوسه د ټولو نه زيات د 5 بليونه ډالرو د فنډنګ اپيل كړے ٬ د 308 مېليونه ډالرو د امريکا اضافي مرسته او د اروپائي ائتلاف لخوا د يو بليونه ډالرو وركولو لوظ د پاكستان لخوا په افغانستان كښې د بشري بحران لاره نيولو لپاره بيا بيا نړۍ ته د مرستي د اپيل د كاميابۍ عنديه عكاسي كوي٬ تېر كال په پنځلسم اګست د طالبانو لخوا په افغانستان د قبضې نه پس پاکستان نړۍ په دې خبره قائله كوله چې ھغوي د جنګ په سبب تباه شوے هېواد تنها پرې نه ږدي چرته چې د ژمي په موسم كښې نزدې 80 لکه كسان د لوږې په سبب د مرګ خطر سره مخ دي٬ پاکستان خپل معيشت د كرونا څخه د ځپلے كېدو باوجود 2 لكه 46 زره 144 افغانانو كډوالو ته پاكستان ته د داخلېدو اجازه وركړې شوې او د دې نه علاوه پاکستان افغانستان لپاره د 5 اربه روپو د مرستې اعلان كړے ٬ پاكستان د وړاندې نه هم د د درېش لكه نه د زياتو افغانانو كوربتوب كوي۔ وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل همڅنګو او نړيوالو مشرانو سره د خبرو په مهال څو ځل د طالبانو حکومت سره د خبرو اترو كولو او د څلورو لسيزو د شخړې نه پس د راپېدا شوې امن دا موقع د لاسه په نه وركولو زور رواړے٬ پاکستان په افغان صورتحال يو ډول لائحه جوړولو لپاره د شپږو هېوادونو يو پلېټ فارم هم جوړ كړے٬ په 19م دسمبر پاکستان په افغانستان د او ائې سي اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې كوربتوب هم كړے چې پكښې د غړو هېوادونو د 70 نه زياتو استازو او د مرستندويه نړيوالو اېجنسيو او خاص استازو ګډون كړے
افغانستان كښې د انساني بحران لاره نيولو لپاره د پاكستان هلې ځلې كاميابې شوې٬ د ملګرو ملتونو لخوا د 5 بليونه ډالره د فنډنګ اپيل،د 308 مېليونه ډالرو د امريکا اضافي مرسته او د اروپائي ائتلاف لخوا د يو بليونه ډالرو وركولو لوظ
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا