اسلام آباد 06مئی(اے پي پي) د صنعت٬پېداوار اينډ فوډ سكيورټي وفاقي وز??ر رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د جاپان سفير واډا مسټوهيرو ملاقات كړې۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې چارو پشمول په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په پاكستان كښې د جاپان سفير وفاقي وز??ر سره په پاكستان كښې د جاپان ګاډي جوړؤنكو ادارو ته په رامخې ته شويو چېلنجونو هم خبرې وكړې۔ رانا تنوير حسېن ووئيل چې جاپان د پاكستان تر ټولو نزدې دوست دے٬پاكستان جاپان سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔وفاقي وز??ر ووئيل چې جاپان د پاكستان په آټو انډسټري كښې مهم كردار ادا كوي٬پاكستان هيله لري چې نور به ه?? جاپاني كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كار وكړي٬پاكستان به جاپاني كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ل??اره آسانۍ وركوي۔رانا تنوير حسېن ووئيل چې موجوده حكومت د صنعت او زرعي پرمختګ لپاره پوخ عزم لرلې٬د صنعت او كركيلې پرمختګ لپاره سرمايه كارو ته آسانۍ وركول زم??نږ وړومبۍ ترجيح ده
وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د جاپان سفير ملاقات
Cleopatra's Secret Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina