اسلام آباد06 جولائي (اے پي پي) وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د چ??ن دورې په مهال ترسره شوې لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو عملدرآمد كښې تعطل به په هيڅ ډول زغملے نشي،د مرستې په لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو د عملدرآمد نګراني به پخپله كوم،چين سره د انفارمېشن ټيکنالوجي، مواصلات، معدنيات او کان کني او توان په څانګو كښې د مرستې نوې دور پيل كېږي،په دې څانګو كښې د پاك چين مرستې ودې سره به معاشي پرمختګ ،سيمه ايزې رابطې او د دواړو هېوادونو اړآكې لا قوي شي۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف د خالي په ورځ د چين اوسنۍ دورې په مهال ترسره شوې د مرستې لوظنامو او مفاهم په يادښتونو د عملدرآمد په اړه د اعلي پائې غونډې مشري وكړه۔په دې موقع وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ووئيل چ??ن د پاکستان پخوانې ملګرے دے كوم چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړي ،د چين اعلي قيادت د پاکستاني پلاوي اوسنۍ دورې په مهال په ښه ډول په ميلمستيا كړې،چ??ن د نړۍ يو قوي معيشت جوړيږي، پاکستان د چين پرمختګ څخه ډير څه زدكولې شي ۔ وزيرِ اعظم ووئيل چين سره د انفارمېشن ټيکنالوجي، مواصلات، معدنيات او کان کني او توان په څانګو كښې د مرستې يو نوې دور پيل كېږي،په دې څانګو كښې د پاك چين مرستې ودې سره به معاشي پرمختګ ،سيمه ايمزي رابطې او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔ده ووئيل د چ??ن دورې په مهال ترسره شوي لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو عملدرآمد كښې څه ډول تعطل به زغملې نشي٬ د مرستې په لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو د عملدرآمد نګراني به پخپله كوم ۔په دې موقع بريفنګ په مهال غونډې ته ووئيل شول چې اوسنيو كښې د چ??ن د پيزار جوړولو کمپنيو پلاوي پاکستان كښې خپلې کارخانے منتقل کولو په اړه د پاکستان دوره کړې،په دې څانګه كښې د چين کمپنيو د اړخه په پاکستان كښې 5 نه تر 8 اربه ډالره سرمايه کارۍ استعداد شته،دې نه ځانله زرعي څانګې 12 نوموړي د چين کمپنۍ به سږ كال په پاکستان كښې كيدونكې فوډ اينډ ايګري ايکسپو كښې برخه اخلي۔وزيرِ اعظم زرعي څانګه كښې جديد تربيې لپاره د پاكستان څخه يو زر زدكونكې په سرکاري وظيفے چين ته د لېږلو په اړه د پيش رفت هم جاج واخست۔وزير اعظم سپارښتنه وكړه چې څلورو واړو صوبوں پشمول ګلګت بلتستان او آزاد کشمير زدكونكې به هم په مي??ټ ليږلې شي، بلوچستان پسمانده سيمو زدكونكو له به په پروګرام كښې خصوصي ترجيح وركولې شي۔په غونډه كښې ووئيل شول چې د وزيرِ اعظم د چ??ن دورې په مهال ترسره شوې لوظمامو په نتيجه كښې 100 څخه زياتو د چين کمپنو د پاکستان کمپنيو سره په پاکستان كښې د کاروبار او سرمايه کارۍ لپاره رابطے كښې دي۔غونډه د انفارمېشن ټيکنالوجي وزارت د اړخه هواووے د اړخه 3 لکهه زدكونكو فني تربيې، کاروبار سهولت لپاره ون اسټاپ آپريشن او اسمارټ ګورننس او اسمارټ سټي پيش رفت څخه هم خبر كړې شوه۔وزيرِ اعظم واپډا ته د داسو او ديامر بھاشا بند د چين وګړو سکيورټي لپاره د سېف سټيز جوړولو سپارښتنه كولو سره ووئيل چې دغه پروژې دې زر تر زره بشپړ كړې شي۔ د غونډې په مهال وزيرِ اعظم په پاکستان كښې د چ??ن د اړخه بيل مواصلاتي ډھانچے، برېښنا او ګ??ادر كښې د منصوبو په پيش رفت څخه خبر كړې شوه۔وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه وكړه چې ګوادر په سيمه كښې تجارتي راهدارۍ مرکز جوړولو لپاره ګوادر ب??در??اه، ګوادر هوائي ميدان او ګ??ادر صنعتي زون پرمختګ لپاره دې اقدامات تند كړې شي،د چين شمسي پينلز او آلات جوړونكو کمپنو سره دې پاکستان ته د هغوې کارخانے منتقل کولو لپارهخ خبرې اتري تندي كړې شي۔په غونډه كښې نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزيرِ محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو جام کمال خان، عطاء الله تارړ، عبدالعليم خان، سردار اوېس خان لغاري، ډاکټر مصدق ملك، رانا تنوير حسين، محمد اورنګزيب، احسن اقبال، وزيرِ مملکت شزه فاطمه خواجه، معاون خصوصي طارق فاطمي، د پلاننګ کمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزيب خان او اړوندو چارواكو ګډون وكړو
د چين دورې په مهال ترسره شوې لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو عملدرآمد كښې تعطل به په هيڅ ډول زغملے نشي،د مرستې په لوظنامو او د مفاهم په يادښتونو د عملدرآمد نګراني به پخپله كوم۔وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف
वीआईए ऑनलाइन क्रेडिट सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا