ځوانانو ته جديد او سائنسي علوم ښودلو ته ضرورت دے٬ پرمختللي هېوادونه په خپله ژبه وياړ لري۔ د صدر ډاکټر عارف علوي نړيوال كنفرنس ته وېنا
Snakes and Ladders live login website
APP17-210922
ISLAMABAD: September 21 - President Dr. Arif Alvi addressing the 1st Pak TESOL International Conference on Emerging Trends in English Language Teaching at Allama Iqbal Open University. APP
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د علومو ودې او ځوانانو ته جديد او سائنسي علوم د ښودلو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې به نه يواځې د هېواد پرمختګ له مرسته تر لاسه شي بلكې د تعليم په څانګه كښې به ځانګړې بهتري راشي، پرمختللي هېوادونه په خپله ژبه وياړ لري، د پاکستان آئين او د سپريم کورټ پرېكړې له مخې خپله ژبه قوي ساتل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ ك??ې د انګليسۍ ژبې پحقله د درې ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ د كوم اهتمام چې پوهنتون د امريكې سفارت په اشتراكت سره كړے ٶ۔ د انګليسۍ ژبه رامخې ته كېدونكو رجحاناتو پحقله كنفرنس كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم، د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ضياءالقيوم، د تعليم ځائي او غېر ملكي پوهانو او د پوهنتونو د بېلا بېلو څانګو مشرانو هم ګډون كولو۔ صدر مملکت ووئيل پرمختللي هېوادونه په خپله ژبه وياړ لري٬ انګليسۍ ژبه يو نړيوال حېثيت لري خو اردو زمونږ قامي ژبه ده، د ځينې ژبو د ختمېدو خطر دے او دا ژبې د معدوم كېدو نه ساتلو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت د ژبې او د مواصلات د اهميت ذكر كولو سره ووئيل د خپلې قامي ژبې نه علاوه نورې ژبې زده كول هم ضروري دي٬ ده ووئيل زه د فاصلاتي تعليم مرستيال يم٬ علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د هېواد د تعليم په څانګه كښې د قدر وړ كردار لوبوي او د دې د زده كوٶنكو شمېره د 13 لكهو نه زياته ده٬ ځوانانو ته جديد او سائنسي علوم ښودلو ته اړتيا ده ۔ ډاکټرعارف علوي په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ ك??ې د امريکي سفارت په اشتراك سره د انګلېسۍ ژبې پحقله په شوي كنفرنس د سفارت مننه هم و??ړه?? په دې موقع د امريكې سفير ډونلډ بلوم ٬ د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ضياءالقيوم هم كنفرنس ته وېنا و??ړه?? صدر مملکت د امريكې سفير او د يونيورسټي آف سډني ډپټي وائس چانسلرې ډاکټر جيکولين ته د پوهنتون لخوا سوينئر هم وركړو