اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی) د سېن??ټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د پاكستان اولس او حكومت په سخت وخت كښې د سعودي عرب لخوا پاكستان ته د وركړې شوې مرستې مننه كوي ٬په مغرب كښې د اسلام په اړه غلط فهمۍ لرې كول او د اسلام پرامن او روادارانه نظريه غېر مسلمه نړۍ كښې د خپرولو لپاره د مسلم ورلډ ليګ هڅې د ستائنې وړ دي٬زائرينو لپاره مثالي آسانۍ وركول د ستائنې وړ دي۔د سېنېټ سېكرټرېټ ??ه مخې د نهې په ورځ د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل شېخ ډاكټر محم?? بن عبدالكريم العيسٰی او د سېن??ټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د پلاوي ترمينځه په مدينه منوره كښې ملاقات شوے ۔په پلاوي كښې د سېن??ټ چيئرمېن سره سېنېټرز دلاور خان٬عبدالقادر٬فيصل سليم رحمان او د وزيراعظم د انسپكشن كمېشن غړې نعمان هم موجود وو۔د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل د سېن??ټ چيئرمېن او د هغه د پلاوي د سعودي عرب دورې هركلے وكړو او د عمره سعادت ترلاسه كولو مباركي ئې وركړه۔په دې موقع په خبرو اترو كښې د سېن??ټ چيئرمېن ووئيل پاكستانے قام د اسلامو فوبيا په ضد د تحريك قيادت لپاره مسلم ورلډ ليګ پلو ګوري٬د خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په قيادت كښې د سعودي عرب پرمختګ د ستائنې وړ دے ٬ ده ووئېل د سعودي عرب وزيراعظم شهزاده محم?? بن سلمان د سعودي عرب اولس ښه والي لپاره وژن په خاص توګه د قدر وړ دے ۔د سېن??ټ چيئرمېن د شاه سلمان بن عبدالعزيز او شهزاه محم?? بن سلمان د پاكستان په اوسني مالي مرسته هم مننه وكړه۔د سېن??ټ چيئرمېن ووئيل د سعودي عرب په وخت مرس??ه به د پاكستان مالي ستونزو كمولو ??ه مرستياله ثابت شي او زائرينو لپاره مثالي آسانۍ وركول د ستائنې وړ دي
د مسلم ورلډ ليګ سېكرټري جنرل شېخ ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسٰی او د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د پلاوي ترمينځه ملاقات
Gold Cash Free Spins APP Download URL
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش